د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرنو ځواکونو وتل افغانستان ته خطر


سرچینه نړیوالې رسنۍ

ژباړه: حسیبه شهید

نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د دې هیواد او سیمې پربې ثباته کیدو لیکنه او تبصره کړې

ټایمز ورځپاڼې بیا په کابل کې د ناټو د سرتیرو لخوا د یوشمیر اسلامي نسخو د سوزولو او د دې کار په نتیجو تبصره کړې.

نشنل انټرسټ خپرونه په خپرې کړې لیکنې کې پوښتنه کوي چی ایا، امریکایي، ناټو او نور بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي او القاعده او طالبان به د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې په خپل حال پریږدي؟

خو امریکایي ځواکونه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده مشران په نښه کوي او له دې سره یې د القاعدې د عملیاتو واک کمزوری کړی دی خو د افغان طالبانو په مشرۍ شاخوا شلو ډلو او د څو سوه بهرنیو وسله والو له لورې پیل شوی ګواښ لا هم نن په خپل حال پاتې دی.

پرته له دې چې د افغانستان او پاکستان پولې پاکې شي د بهرنیو ځواکونو وتل به د نېشنل انټرسټ خپرونې په باور سختې ناوړه پایلي ولري، ښایي طالبان به بیا په افغانستان کې واکمنان شي، القاعده به بیا سره تنظیم شي او د شاوخوا شلو وسله والو او نورو ترورستي ډلو لپاره به هلته بیا خوندی پناه ځای جوړ شي.

د ملا عمر د اسلامي تحریک بیا راتګ به چی القاعدې ته یی پنا ورکړې وه او په لسګونو زره تروریستان او د چریکانو روزنې ته یی زمینه برابره کړې وه ، ښایي افغانستان او نږدې ګاونډیان به یی سمدستي بې ثباته کړي چې په دې ډول به بې رحمه تاریخ بیا تکرار شي.

ټایمز ورځپاڼې بیا په کابل کې د ناټو د سرتیرو لخوا د یوشمیر مذهبي نسخو د سوزولو او د دې کار په نتیجو تبصره کړې.

ورځپاڼه لیکي،په یو کراره او زغم لرونکي هیواد کې چې په ملي کچه مرکې پکې دود او سابقه ولري ، او په خبرو پکې سوله راتلاې شي، نو په داسې ځای کې د یوه سپیځلي کتاب سوځیدل ښایي لږ غوندې غبرګون ولري او ژر مسله هیره شي.

خو افغانستان داسې هیواد نه دی. هلته په زرګونو کسانو د بګرام هوایي اډې مخې ته وروسته تر دې لاریون وکړ چې په دې اډې کې په لسګونو مذهبي نسخو ته اور ورته شو.
دا کار بهرني ځواکونه د بګرام په اډې کې د معمول سره سم په دې ډول ترسره کوي چې د بندیانو پاتی شوني سوځوي او هیڅکله یی مطلب دا نه وي چی چاته پکې سپکاوې وشي.

خو یو څوک ښایي دا پوښتنه رامنځ ته کړي چې څرنګه دغه کس چې مذهبي نسخی یې سوځولې په دې نه پوهیده چې ښایي دا کار یې څه ډول بدې پایلی لرلې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG