د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو بییې لوړې وختې


د تیلو قیمتونه په تیرو نهو میاشتو کې دا ځل له هغې وروستو تر ټولو زیات لوړ شوي دي چې کله ایران په برتانیا او فرانس د تیلو په خرڅ بندیز ولګولی.

د ایران لخوا دا ګام د دغه هیواد د ایټمي وسلو خلاف د ممکنه بندیزونو وروستو لګول شوی دې. د ایران د تیلو وزارت د تیر اتوار په ورځ دا وویلي ، چې دوی په برتانییا او فرانس د تیلو خرصول د یورپي یونین د بندیزونو وروستو ودرول چې له عمله به یې د ایران مرکزي بینک او د دغه هیواد لخوا یورپي یونین ته د تیلو صادرول متاثره کیږي.دا ګام به د جولایي له لومړۍ نېټې عملي کېږي.

رپوټونه وایي برتانییا او فرانس ډیر کم د ایران تیل استمالوي ، خو ولې نور یورپي هیوادونه له ایرانه تیل اخلي ، چې ۲۰ فیصده جوړیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG