د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (فبروري ۱۸)


ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

نیو یارک ټایمز پخپل راپور کې لیکي چې ددغه غونډې پرمهال په یؤلسو کالو کې په وړومبي ځل افغان اولسمشر حامد کرزۍ ومنل چې د وسله والو طالبانو سره يي نیغ په نیغه خبرې اترې پیل کړي دي.

په دې غونډه کې د درېو واړو هیوادونو سرمشران رضا شوي چې پاکستان به د جوړجاړي په عمل کې یو مهم کردار لوبوي ځکه چې دا باور کیږي چې طالبان مشرانو او ګنړشمیر وسله والو د پاکستان په مغربي سیمو کې پناه اخستې ده.

تیره میاشت پاکستان د طالبانو استازو له اجازت ورکړو چې په قطر کې د امریکايي چارواکو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. ددوي په اړه باور کیږي چې ډیر په کراچۍ او کویټه کې دیره دي.

بیا هم د جوړجاړي په اړه په راتلونکو کومو خبرو کې د پاکستان د کردار په اړه پښتنې راولاړیدې شي خکه چې په تیرو څو لسیزو کې په افغان چارو کې د مداخلت له کبله افغانان، غربي هیوادونه او ځنې طالبان چارواکي د پاکستان کردار ته د شک په نظر ګوري.

ورځپانړه لیکي د زیارت په ورځ دسر مشریزې غونډې پرمهال اولمشر زرداري د ایران د اولمشر احمدي نژاد سره لیدل کتل اوکړل او د ایران پاکستان ګیس پائپ لائن منصوبې په وخت سر ته د رسؤلو ژمنه يي اوکړه. کیدې شي دغه بیان واشنګټن ناراضه کړي او ددې نه وړاندې يي هم وخت په وخت يي ددغه منصوبې مخالفت کړې دی .

وال سټریټ جرنال کې په خپور شوي یو راپور کې راغلي په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي د طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو په اړه ډیر خوشبینه نه دي د زیارت په ورځ افغان اولمشر د پاکستاني چارواکو سره د سولې د بهیر د پیاوړې کولو په اړه اولیدل .

د امریکه ددفاع وزیر لیون پنیټا وئلي هغه نه دې خبر چې د افغان، امریکايي او طالب چارواکو تر مینځ د خبرو اترو لپاره د د نورو غونډو راجوړولو څه پلان شته او کنه . د اوبامه انتظامیې یو بل لوړپوړي چارواکي ویلي دا به کتې شي چې د باور پیاوړي کولو لپاره اخستي شوي ګامونه به په مخ په مخ خبرو بدل شي اوکنه؟
افغان او ایتلافي چارواکي وايي په تیرو څو میاشتو کې د جګړې شدت کم شوې دی ولې دا خبره شکاره نه ده چې دادې وجې شوې چې د سولې په اړه خبرونه خپاره شوي، کنه موسم سخت دې او یا بیا داد وسله والو طالبانو کومه ستراتیجیکي پریکړه ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG