د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل- کندهار پر لویه لار له مساپرو شوکې


د کابل و کندهار پر لویه لار پولیس ولاړ دي. خو مساپر وايي له دوی شوکې کېږي
د کابل و کندهار پر لویه لار پولیس ولاړ دي. خو مساپر وايي له دوی شوکې کېږي
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کابل کندهار په لويه لاره تلونکي مسافر وايي چې ترې دې وړاندې به پر دغه لاره د بهرنيو سرتېرو اوږدو کتارونو ، د سړک پر غاړه ښخو شويو ماينونو او نړېدليو پلونو له ستونزو سره مخ کړي وو خو په دې وروستيو وختونو کې پر دغه لاره د وسله والو غلو راپيدا کېدلو له سفر کولو بېزاره کړي دي.

د امان الله په نامه له کابله يو تن راغلى مسافر وايي چې زيات وخت په لويه لاره غله په هغو سيمو کې ولاړ وي چې نسبتا ناامنه وي او هلته د امنيتي چارواکيو ګزمې او پوستې کمې وي.

(( اوس له کابل څخه راغلم ، غله اکثره وخت د شهر صفا په سيمه کې راوزي . موټرونه يو بغل ته ودروي. زمونږ موټر يې هم ودراوو ، له مسافرو يې توسونه ، کمپلې او پيسې يوړې ))

د کابل کندهار د لويې لارې يو بل مسافر بيا وايي چې کله کله خو پر دغه لويه لاره ځينې امنيتي چارواکي د غلو په جامه کې موټرونه دروي او مسافري شکوي.

(( نوم مي موسى جان دى. غله همدغه د پوستو والا دي. پر پتلون برسېره يې پرتوګ اغوستى وي. بس موټرونه دروي او مسافر شکوي. زما په خيال چې پوسته نه وي غله هم نشته ))

په کندهار کې د احمدشاه ابدالي په نامه د مسافر وړونکيو موټرو د شرکت مشر محمد ګل وايي چې د کابل کندهار پر لويه لاره د غلو را پيدا کېدو د دوى کارونو ته هم زيان رسولى دى.

دى وايي له کله چې پر دغه لاره د وسله والو غلو د راوتلو کيسې خلکو اورېدلې دي نو تر ډېره پر دغه لاره له سفر کولو ډډه ورسره کوي چې په دې سره د دوى کارونه هم کمزوري شوي دي.

(( موږ چې له مسافرينو څخه پوښتنه کړې هغوى وايي چې له کندهاره تر کابله په لاره زياتې پوستې شته خو غله نه شي ورکولاى . دغه د غلو ستونزې هم اوس پيدا شوي دي ، اوس مسافرين له غلو څخه وېرېږي ، هغوى يې شکوي هم او بې عزته کوي يې هم. ځکه نو مسافر نه ځي او زموږ کارونه هم ورسره درېدلې دي.))

خو د هېواد په جنوب کې د پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون د پوليسو مشر پاسوال محمد سالم احساس بيا وايي چې تر اوسه پورې دوى په دې نه دي خبر شوي چې امنيتي چارواکيو دي پر دغه لاره مسافر لوټلي وي.

دى وايي څه موده وړاندې دغسې يوه پېښه شوې وه خو هغه هم د شخصي امنيتي کمپنيو وسله وال وو .

(( امکان لري چې داسې واقعات به راغلي وي. تر اوسه دغسې يوه پېښه شوې وه چې د مړوندۍ د مانده په ساحه کې له نړېدلي پله سره شوې وه . په دغه پېښه کې يې زموږ هېواد وال لوټلي وو خو هغه کسان د يوې سيکورټي امنيتي کمپنۍ عسکر وو چې زموږ د دامان ولسوالۍ پوليس د غلا پر مهال ونيول او قانون ته يې وسپارل ))

د کابل کندهار تر مېنځ غزېدلې شا و خوا پېنځه سوه کليو متره لويه لاره له دريو ولايتونو زابل ، غزني او وردګو څخه تېرېږي.

په دغه لاره له تېرو دريو کلونو راهسې د سړک پر غاړو د خښو شويو ماينونو د چاوېدو له امله شا و خوا نوي کوچني او غټ پلونه نړېدلي دي چې زيات يې لا تر اوسه پورې همداسې ويجاړ پاتې دي.
XS
SM
MD
LG