د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان، پاکستاني مشرانو د امن هڅو باندې خبرې کړې


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په اسلام آباد کې د غونډې پر مهال له خپلو پلاویو سره.۱۶فبرورۍ ۲۰۱۲
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په اسلام آباد کې د غونډې پر مهال له خپلو پلاویو سره.۱۶فبرورۍ ۲۰۱۲
قاسم خان مندوخیل ـ پراګ


د پاکستان ولسمشر په ډاګه په افغانستان کې د یولس کلنې جګړې ختمولو لپاره له طالبانو سره د جوجاړي خبرو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ.دا ژمنه نن د فبرورۍ پر ۱۶ مه اله مخې ته راغله کله چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له پاکستانيو مشرانو سره په اسلام آباد کې د سرمشریزې په ترڅ کې لیده کاته وکړل.

د ویاند له خولې ویل کېږي چې ولسمشر اصف علي زراداري په ټینګار سره په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره پاکستانۍ ژمنه تکرار کړه.

د کرزي له خولې ویل شوي چې نوموړي پر روانو حالاتو کې دغه ملاتړ د سولې بهیر د کامیابولو لپاره اړین وباله.


طالبانو له خبرو انکار کړی


د سرمشریزې سره په څنګ د کرزي له خولې ویل کېږي چې د امریکا ، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پټې خبرې اترې روانې دي.خو طالبانو دا خبره رد کړېده.

د ولسمشر کرزي له خولې دا خبره په وال سټریټ ژورنال کې راغلې چې طالبان ېبه خبرو کې لېواله دي او دا چې درې واړه خواې یانې امریکا ،افغان حکومت او طالبانو په خبرواترو بوخت دي.

کرزي په خپلو خبرو کې د مذاکراتو د ځای ځایګي ښودلو نه انکار کړی او ویره یې ښودلې چې جوتول یې دده په خبره د سولې خبرواترو بهیر ته زرر رسولای شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامییه کې په کلکه له دې خبرو انکار کړی او وايي چې دوی د کرزي ادارې سره د خبرو هیڅ نیت نه لري.


ایران فېکټر


د ایران ولسمشر محمد احمدي نژاد هم د سرمشریزې لپاره اسلام آباد ته تللی دی چې پکې د درو واړو هیوادونو ایران، پاکستان او افغانستان مشران راټولېږي.

د ایران ولسمشر محمد احمدي نژاد اسلام آباد ته د رسېدو پر مهال د وزیراعظم ګیلاني لخوا په وزیراعظم کور کې ۱۶ فبروي ۲۰۱۲
د ایران ولسمشر محمد احمدي نژاد اسلام آباد ته د رسېدو پر مهال د وزیراعظم ګیلاني لخوا په وزیراعظم کور کې ۱۶ فبروي ۲۰۱۲
خو خبریالانو وایی پر دا سرمشریزه به د ایران او لویدیځ تر منځ د ترینګلیتاوو له کبله سیوری وغوړېږي. پر ایران تور دی چې روانه اونۍ یې په هند، جورجییا او تایي لېنډ کې د اسراییلي دولت ډپلوماټان په نښه کړي.

پرون د فبرورۍ په۱۵مه ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپل ایټمي پروګرام کې پرمختګ اعلان کړ او اټومي بټۍ کې یې د سونګ موادو سسیخان یا فیول راډز وردننه کړل چې د هغه په خبره دغه سیخان یې په هیواد دننه جوړ کړي دي.


د افغانستان د ارګ ماڼۍ اعلامییه


د ارګ ماڼۍ وایې، چې افغان ولسمشر به له خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو سره په درې اړخیزه ناسته کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو هم خبرې وکړي.

ښاغلې کرزې د پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلې او تمه ده، چې د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ایران په درې اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي مشال راډیو ته وویل، چې افغان ولسمشر به د سولې د روانو هڅو لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړي.

ښاغلي علمي وویل، چې د دې درې اړخیزې غونډې په اجنډا کې د تروریزم په خلاف روانه مبارزه هم شامله ده:

"د سولې په اړه خبرې، تروریزم سره ګډه مبارزه او له ګاونډیو نه غوښتل کیږي چې د سولې په پروسه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په بېلابېلو برخو کې لکه د مهاجرینو مسله، د ترانزیت مسله او د تجارت پر مسلو بحث کیږي."

له دې درې اړخیزې ناستې مخکې به افغان ولسمشر په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره په دوه اړخیزو مسایلو، چې په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالې شامل دې هم خبرې وکړي.

اسلام اباد په داسې وخت کې د دې درې اړخیزې غونډې کوربه دې، چې د ځینو رپورټونو له مخې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي.

که څه هم دا خبرې په ډیر لومړني پړاو کې بلل کیږي، خو افغانستان او پاکستان دواړه اندیښمن دي، چې له هغې لرې ساتل شوي، حال دا، چې امریکا بیا بیا دا وضاحت ورکړې، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.


ټاکل شوې په دې درې ورځني سفر کې افغان ولسمشر د نواز شریف، مولانا فضل رحمان او افتاب احمد خان شیر پاو په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر سیاسي مشرانو سره هم وګوري.

د راپور سرچینې : نړیوال خبري اژانسونه او د افغان ارګ ماڼۍ اعلامییه
XS
SM
MD
LG