د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلمان او عیسوۍ انجونه د زیږېدو پس تر له بدلې شوې


روس.(ک - ښ) ته انا اسکندرووا د هغې پلار نمعت الله ،ایرینا اندروشک او د هغې مور یولییا بېلياېوا.کوپیسک سیمه ۳۱م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
روس.(ک - ښ) ته انا اسکندرووا د هغې پلار نمعت الله ،ایرینا اندروشک او د هغې مور یولییا بېلياېوا.کوپیسک سیمه ۳۱م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
ملیحه امیرزاده مشال راډيو

پراګـ : د روس یو عدالت د هسپتال د هغه کېس بیا کتنه شورو کړې چې پکې دوه ماشومانې د زوکړې وروسته تر له بدلې شوې وې.د دې ګډ ډۍ له امله د یوې روسۍ جینۍ پالنه په یو مسلمان تاجک کورنۍ کې شوې او تاجک جینۍ په یوه روسي کورنۍ کې را لویه شوی.

دغه جینکۍ د ارل سیمی په کوپیسک ښار کې د ماشومانو د پیدایش په وارډ کې په ۱۹۹۸م کال په ډسمبر میاشت له یو بل سره بدلې شوې وې. دغه ماشومانې اوس ۱۲ کلنې دي.

په عدالتي کېس کې روسۍ مور یولییا بېلياېوا د خپلی بیالوژیکي لور پالنه په خپل لاس کې اخیستل غواړي، هغه وایی، دا اندیښنه لري چې لور یې د مسلمانانو په روایتونو او کلتور کې را لویږي.


سپین رنګې آیرینا د خپلی مور په شان ده او آنیا په شکل کې خپل تاجک پلار ته تللېده.

بل لوري تاجک پلار نعمت اسکندروف وایي ، د دواړو کورنیو جدا جدا دستورونه او روایتونه د دوی تر مینځ د اخلاف وجه ده.

((موږ ډیر کم سنیما ته ځو، زموږ واړه ډېر وخت په انټرنیټ نه تیروي ، موږ لنډې لمنې او د جینکو هلکانو یو ځای لوبې کول هم نه خوښؤ، بیلي ييوا دی ته د یو مسلې په نظر ګوري چې زموږ لور ولې ډسکو ته نه ځي او د دې پر ځای د اوبو پارک ته ورځي. او دا چې ولې د هغې په دې عمرکې کوم هلک ملګری نیشته. ))

اسکندروف او یولییا بېلياېوا میډیا ته ویلي چې جینکۍ به د هغه کورنیو سره پاتې کېدل غواړی چا چې را لویې کړي دي.

دې کورنیو ته د ماشومانو د ادل بدل په اړه هغه وخت معلومه شوه کله چې د بیلي ییوا پخواني خاوند د بېلېدلو وروسته میرمنې ته د ماشومې د پرورش لپاره له پيسو ورکولو انکار وکړ. د هغه په خبره د هغوی سکاڼه لور آنیا هیڅکله هم د هغه په شان نه ده. بیا د ډي این اې ټیسټ وروسته دا جوته شوه چې آنیا د دوی لور نه وه.

پولیسو بیا د دوی بیالوژیکي لور معلومه کړه چې په هم دغه ښار کې له یوې تاجک کورنۍ سره وه.

سپین رنګې آیرینا د خپلی مور په شان ده او آنیا په شکل کې خپل تاجک پلار ته تللېده.

خو د دې کورنیو په وینا دا ګمان یې کله هم نه وو کړی چې د بل چا لور را لویوي.

دغه دواړو کورنیو تېر کال له روغتونه جرمانه هم تر لاسه کړې وه.

په اول سر کې دواړو کورنیو دا فیصله کړېوه چې له یو بل سره به نږدې اوسیږي او وروسته به بیا د لوڼو د پرورش په اړه خبرې اترې کوي.

د کېس په اړه عدالتي اوریدنه به په مارچ کې بیا شورو شي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG