د لاسرسي ځای

تازه خبر

بندیان به افغان حراست خانو ته لېږدول کېږي



ایسو شيټيډ پریس خبري اژانس په يوه مقاله کې راغلي چې که د ناټو له خوا په ادره کيدونکو جيلونو کې بنديان افغان زندانونو ته وليږل شي نو دا معلومول به مشکله وي چې د هغوی سره څنګه سلوک کيږي.

ایسوشيټيډ پریس خبري اژانس په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د افسرانو له خولې ليکلي چې په دغه هيواد کې د ناټو د پوځيانو له کمولو وروسته به دا ډيره مشکله وي چې افغان چارواکو ته د ورسپارل شوو بنديانو دځورولو په اړه معلومات وشي.

ناټو افغان چارواکو ته هغه بنديان سپاري چې دوی ترې سمدستي خطر نه ويني خو داي پي په دې رپورټ کې راغلي چې د تيرکال په سپتمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په زندانيانو کې د شکنجو له تورونو وروسته ناټو د ۱۶ بنديانو سپارل ودرول.

رپورټ زياتوي چې له دې وروسته ناټو د افغانستان د ځينو زندانو د څارلو او افغان چارواکو سره د بنديانو سره د سم سلوک په اړه يو پروګرام پيل کړی دی چې له مخې يې دولس داسې جيلونه انتخاب کړي چې د ناټو د چارواکو په وينا پکې اصلاحات شوي او بنديآن ورته ليږديدلی شي.

د ناټو وياند بريګيډير جنرل کارسټن جيکبسن ای پي خبري اژانس ته ويلي چې که د بنديانو سره د خراب سلوک په اړه يې شکونه پيدا شي نو دوی اړ دي چې د بنديانو سپارل ودروي خو هغه زياته کړي چې د دغه شکنجو د معلومولو لپاره ورسره د څارنې او ارزونې کوم خاص پروګرام نه لري او د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو د ادارو په رپورټونو تکيه کوي.

ياده دي وي چې ناټو ويلي په ۲۰۱۴ کال کې به د ټول افغانستان د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپاري. د ميجر کارل ډيک په نامه يو پوځي افسر ايسو سيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې دوی دومره پوځيان نه لري چې په افغانستان کې دې زندان پر زندان وګرځي او دا دې معلومه کړي چې د بنديانو سره څه سلوک کيږي. د هغه په وينا دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکې نومبر په مياشت کې به يې ديرش زره پوځيان کم شي او خپلو خپلو هيوادونو ته به ستانه شي.

د بنديانو سره د بد سلوک د نه څارنې خبرې په داسې حال کې رامخې ته کيږي چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکايانو غوښتنه کړي چې د پروان د تحقیقاتي مرکز چې د باګرام زندان په نامه هم ياديږي، زر تر زره افغان چارواکو ته وسپارل شي. په دې بند کې درې زر افغانان او د نورو هيوادونو وګړي قيد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG