د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستاني زندان کې د طالبانو د رژيم یو مشر چارواکی ومړ


په افغانستان کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د یوه لوړ پوړي چارواکي ملا عبید اله اخوند د مړینې تصدیق کړی دی.

نن د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادۍ راډیو ته د ټیلي فون په وسیله او تر دې وروسته بیا په یوه خبر پاڼه کې د ملا عبید اله مرګ تایید کړی دی.

مجاهد وايي، ملا عبید اله شا و خوا دوه کاله مخکې یانې د ۲۰۱۰ز کال د مارچ په پینځمه د پاکستان د کراچۍ په یوه زندان کې مړ شوی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، طالبان له پاکستانه (( جدي توګه غواړي))، چې د ملا عبید اله د زنداني کولو، ناروغۍ او مړینې په اړه دې ((بشپړ او واقعي مالومات)) ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG