د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلټنې ښيي چې په کونړ کې ولسي وګړي وژل شوي


د افغانستان په کونړ و کاپیسا ولایتونو کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د ملکي زیانونو د دعوو په اړه پلټنې ښيي چې په دې بمباریو کې د ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د افغان حکومت لخوا په خبره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، په کونړ و کاپیسا کې د ناټو په هوايي بمباریو کې د ملکي زیانونو په اړه د دعوو د څېړنو په موخه دې ځایونو ته استولو شویو پلاویو تېره ورځ د ملي امنیت د شورا غونډې ته چې مشري یې ولسمشر حامد کرزي کوله، خپل رپورټونه وړاندې کړل.

کونړ ته د استول شوي پلاوي مشر مولوي شاهزاده شاهد وویل، له سیمه ییزو چارواکو او د خلکو له استازو سره تر خبرو وروسته مالومه شوه چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ناټو په وروستۍ بمبارۍ کې اووه ولسي وګړي چې زیاتره یې د یوې کورنۍ غړي دي، وژل شوي.

د کاپیسا ولایت پلاوي هم ومنله چې د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې په بمبارۍ کې اته ماشومان وژل شوي دي. خبر پاڼه لیکي، د کونړ و کاپیسا ولایتونو خلکو له ولسمشر کرزي په کلکه غوښتي چې د شپې پر مهال د ناټو د عملیاتو مخه دې ونیسي. ناټو ویلي، په یادو ولایتونو کې د ملکي زیانونو په اړه پلټنې کوي.
XS
SM
MD
LG