د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناڅي نشان: پلټنو ته دې بیا کتنه وشي: پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانېټا امریکايي سمندري ځواکونو ته ویلي دي چې هغو پلټنو ته دي بیا کتنه وکړي چې پایلي یې دا دي چې په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواک نشانچیان له یو داسې نښې سره ښودل چې د ناڅیانو سمبول ته ورته وو ، په کار نه ده چې دوی په دې اړه تر یو نظم و ضبط لاندې راوستل شي.

د امریکا د دفاع د وزارت مطبوعاتي سیکرټري جارج لټل ویلي چې لیون پانېټا پلټنو ته د بیا کتنې او د مناسبو ګامونو د پورته کولو خبره د جمعې په ورځ کړېده.

جارج لټل زیاته کړېده، چې د نسلي تعصب او د یهود پر ضد سمبولونه د امریکايي ځواکونو په منځ کې د منلو وړنه دي.

خو د امریکا سمندري ځواک ویلي چې دوی داسې پلان نه لري چې هغه سرتېري تر انظباطي کار روايۍ لاندې راولي چې په ۲۰۱۰م کال کې د یوه بېرغ په وړاندې داسې تصویر اخیستی وو چې د ناڅیانو سمبول ته ورته وو.

د هغوی په خبره، دا ځکه چې په دې کې د دوی بد نیت نه وو شامل.

په امریکا کې یوه مهم یهودي سازمان د امریکا له ولسمشر باراک اوباما د پراخو پلټنو د امر ورکولو غوښتنه کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG