د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات : بجلي نشته د ماربل کارخانې په ټپه ولاړې دي




رپوټ : نيازاحمدخان سوات

د خیبر پښتونخوا سیلاني سیمه سوات چې وړاندې له تره ګرۍ اوبيا له سيلابونو سخت متاثره شوی خو اوس د بجلۍ نيشتوالي له لاسه د ماربلو ځايي کارخانې په ټپه ولاړې دي.

دسوات ماربل انډسټري ايسوسيېشن يوغړی ابوبکر وايي چې دوی په شخصي توګه سوات کې دماربل کارخانې لګولې دي او دا وخت په سوات کې ۳۳ کارخانې دي چې په کې په زرګونوځايي کارګران کارکوي او دوی حکومت ته په کروړنوروپۍ ټيکس هم ورکوي.


خو دهغه په خبره له تيرې څه مودې راهیسې د بجلي ناروا لوډشيډنګ له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. کارونه نه کېږي او بجلي لوډشيډنګ هیڅ ترتيب هم نه لري چې له وجې یې کاروبارونه په ټپه ولاړدې.

ديوې ځايي کارخانې منيجرجمشيدعلي خان وايي چې سهار وختي دوی مزدورۍ ته راشي خو دبجلي نيشتوالي له وجې کارګران رخصت کړي.

په دغه کارخانوکې يوشمير کارګران کارکوي چې په کې يوارشدعلي یې وايي چې بجلي نه وي نودوی واپس کورته لاړشي او مزدوري ورته ميلاونه شي نو کورته دخوراک شيان هم نه شي وړای .

يوبل کارګر محمدعلي وايي چې وړاندې دوی په کارخانه کې څلويښت پنځوس تنانوکارولې اوس شپږ اته پاتې شوي دي. دوی د کار په نیت کارخانې ته راشي خو بیرته مايوسه ستانه شي.دی وايي چې نورڅه روزګارهم نيشته.

په سوات کې په ۲۴ ګنټو کې ۱۴ ګنټې بجلي نه وي په دې اړه د بجلۍ ځايي څانګې مشر وايي چې په ټول ملک کې دبجلۍ بحران دې .دده په خبره دوی خپلو اعلي چارواکو ته بيابيا دخلکو دمشکلاتو په اړه ویلي دي.
XS
SM
MD
LG