د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر ماشومانو مشقت





رائټرز خبري اژانس په پاکستان کې د ماشومانو د مشقت رپورټ د يوه شپږ کلن ماشوم نبيل مختار له حالت شروع کوي چې پر مخ يې دوړي پرتې دي او په هفته کې شپږ ورځي هره ورځ نهه نهه ګهنټې موټر سائيکلان پاکوي.

د رائټرز په وينا نبيل مختار يو له هغو مليونو ماشومانو دی چې په هيواد کې زياتيدونکې غربت مشقت کولو ته اړ کړی دی.

رپورټ د څلورو نورو ماشومانو نور شاه او دده د وروڼو خبره کوي چې اقتصادي فشار د کار په لټون کورونو پريښودلو ته مجبوره کړي دي.

د پاکستان د وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د ټولنيځو چارو په برخه کې ځانګړې استاذې شهناز وزيرعلی وايې ددې هيواد په اتلس کروړه آبادي کې پنځه څلويشت فيصده هغه ځوانان دي چې عمرونه يې تر۲۲ کلونو کم دي.

ددې په وينا د ماشومانو له مشقت دوی انکار نه کوي. خو رائترز وايې د پاکستان سياستوالان يا خو پخپلو کې يا بيا له پوځ سره په جګړه اخته وي نو ځکه د ماشومانو د خير ښګړي خبره پر ځای پاته ده.

بل خوا د فرانس خبري اژانس اې ايف پي وايې سر بيره پر دې په افغانستان کې تر وخت له مخه د جنګي ماموريت د ختمولو خبرې کېږي ناټو غواړي افغان حکومت ته ډاډ ورکړي چې بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴م کال تر پايه له ځايي عسکرو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.

ددې ډاډګيرنې ضرورت د امريکا ددفاع د وزير ليون پنيټا د هغي خبري وروسته پيښ شو چې ويلي وو واشنګټن د ۲۰۱۳م کال تر پايه غواړي خپل جنګي رول په روزنه، مشورو او مرسته بدل کړي.

خو د افغانستان لپاره د ناټو د مشر ملکي استازي وياند سایمن ګيس تيره اونۍ په برسلز کې د دفاع د وزيرانو د غونډي وروسته خبريالانو ته وويل دوی خپلي هم هغي تګلارې ته اوس هم ژمن دي چې وار له مخه يې درلوده.

دده په وينا هغه پاليسي داده چې بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴م کال تر پايه پوري له اړتيا سره سم له افغان عسکرو سره اوږه په اوږه جنګيږي.

ناټو په افغانستان کې يو لکه ديرش زره عسکر لري چې له طالب وسله والو سره د جنګيدو ترڅنګ افغان عسکرو ته روزنه هم ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG