د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ والې رسنۍ



د فرانس خبري ایجنسۍ اې ایف پي لیکي د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د ګل په ورځ دافغانستان د سولې د خبرو اترو په لړ کې قطر ته روان شوی دی، قطر د خلیج شتمن هېواد دې چیرته چې افغان طالب مشرانو او امریکايي چارواکو د سولې د بهیر په اولني پړاؤ کې رابطې کړې دي.

اې ایف پي د پاکستان د خارجه چارو د ویاند عبد الباسط له خولې وايي وزیراعظم ګیلانی به د خپل دې درې ورځنی سفر پرمهال د نورو چارواکو نه علاوه د قطر د امیر شیخ حماد بن خلیفه الثاني او وزیر اعظم شیخ حماد بن جاسِم بن جبر الثاني سره لیدل کتل کوي. چې پکې به د دواړو هېواودونو ترمنځه تعلقاتو ته د لا نورې ودې ورکولو په لړ کې نوې لارې چارې لټول کیږي او روانه همکاری به مربوطه کولای شي.

اې ایف پي لیکي د افغانستان طالبانو تېره میاشت ددې خبرې پخلی کړی وو چې له امریکا سره د ممکنه خبرو اترو لپاره په قطر کې د دفتر خلاصولو منصوبه لري. په دې لړ کې د دواړو اړخونو لخوا یو بل سره رابطې شوي دي چې پکې دقیدیانو د ممکنه خوشي کولو په اړه خبرې شوي دي.

اې ایف پي په خپله دې لیکنه کې وايي غربي نړۍ په افغانستان کې د پاکستان کردار ته له دې وجې د شک په سترګه ګوري ځکه چې پاکستان د طالبانو سره او په خاص توګه حقاني نیټ ورک او نورو مذهبي وسله والو ډلو سره تعلق لري او ددغه ډلو مشران په پاکستان کې مېشت دي. خو اې ایف پي لیکي چې له هم دغه وجې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان کردار ډیر ضروري دی.

دا راز د پاکستان د خارجه چارو وزیرې حنا رباني کر تیره اونۍ ویلي وو چې افغان ولس په خپل هېواد کې د جنګ ختمولو لپاره که له دوی نه هرډول مرسته غواړي دوی ورته تیار دي. خو دا یې هم ویلي چې دسولې ددې عمل مشري دې امریکا او یا بل کوم بهرنی هېواد نه کوي.


بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي په داسې یو هېواد کې چې نزدې تاریخ یې د جنګونو کیسه ده، چارواکي یې فکر کوي داسې طریقه یې مالومه کړې چې افغانانو ته به پکې دنسلي او سیاسي جګړو نه پاک تاریخ ښودل کیږي، او د هغې لپاره به تیرې څلور لسیزې له تاریخه وېستل کېږي.

ورځپاڼه لیکي افغان حکومت د امریکا او نورو مرستندیه ادارو په مالي امداد ددغه ډول نصاب کتابونه جاري کړي دي چې پکې ددې هېواد تاریخ په ۱۹۷۳م کال کې ودرول شوی دی. په دې کې د شوري جنګ ،دمجاهدینو، دطالبانو او یا په دې هېواد کې د امریکايي موجودګۍ ذکر نشته.

بلخوا ورځپاڼه لیکي افغان چارواکی په دې خبره ټینګار کوي چې د دې نوي نصاب په نتیجه کې به موجوده افغان حکومت د هېوادي ادارو د جوړونې یو لوی کار ترسره کړي. چې په جنګ کې زیږیدلي نوي کول ته به د جنګونو د اثراتو نه پاک یو نوی فکر ورکړي، او د تیرو څلورو لسیزو د تعصباتو نه به آزاد وي.

د جنګ په دغه موده کې بیلا بیلو سیاسي او نسلي ډلو خپلو خلکو ته د خپلې خوښې نصاب ښودلی چې پکې یې د خپل نظر مطابق د اتلانو او بدمعاشانو په اړه رایې د جوړولو هڅه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG