د لاسرسي ځای

تازه خبر

لرغوني آثار د پښتونخوا ستره شتمني ده



د پښتونخوا د مردان په تخت بۍ سیمه کې لرغونې ودانۍ چې څه نا څه ۲۵۰۰ کلن تاریخ لري ،د پښتانه قام یوه داسې ملي شتمني ده چې د لرغونپوهانو په خبره کې یې سیمه ساتنه وشي او په نړیواله کچه یې د پېژندګلو هلې ځلې وشي نو نه یوازې دغه سیمه ته به په زرګونه سیلانیان را مات شي بلکې ددغه سیمې د معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه لویه ذریعه او سرچینه ثابیتېدای شي.

تخت بۍ ته تللی د وزیرستان یو سیلاني محمد سراج وايي، د خپل وطن دغه لرغونو ودانو لیدو ته راغلی وايي که د پښتونخوا حکومت دلته بره د تګ راتګ لپاره یوه برېښنايي کټوله یا لیفټ ولګوي نو واړه زاړه به په اسانه تلای راتلای شي.


دی وايي که حکومت دلته د یو رېسټوران هم جوړ کړي چې نو سیلانیانو ته به په خوړو څکو کې اسانتیا جوړه شي.

د پښتونخوا د لرغونو آثارو د څانګې ډایرېکټر ډاکټر شا نذر وايي د پاکستان په پارلمان کې د اتلسم آیني ترمیم لاندې اوس لرغوني آثار د صوبې برخه ګرځېدلېدي.او په پښتونخوا کې څه نا څه سل لرغونې سیمې دي چې په هغو کې د سوات عجایب ګر هم راځي.او اوس دا ده چې زموږ له کوره څوک غلا نه شي کولای موږ خپل ځان ترې خبر ساتو.


د تخت بۍ په اړه د شاهنواز ترکزي راپور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG