د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د مسلکي ښوونکیو کمښت


د کندهار د پوهنې رییس نجیب الله مجددي
د کندهار د پوهنې رییس نجیب الله مجددي
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کندهار د پوهنې رياست کار کوونکي وايي چې تر دا مهال پورې يې په کندهار کې ښوونکيو او زده کوونکيو ته ورپېښې زياتې ستونزې ختمې کړې دي خو د مسلکي ښوونکيو د نه شتون ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده .

د پوهنې رييس نجيب الله مجددي وايي چې په کندهار کې ښوونکيو ته د اوسېدو د پاره ځمکې ورکول پيل کړي ، تنخواوې يې ور زياتې کړې خو لا بيا هم تر اوسه پورې ورته په دومره اندازه تکړه استادان نه دي راغلي څومره چې دوى ورته ضرورت لري.

(( په کندهار کې اوس د استادانو د پاره عملآ د ځمکو د ورکولو لړۍ شروع ده زمونږ د انجيرنرانو دوه ټيمونه په ارغنداب او دامان کې فعاليت کوي او ښوونکيو ته ځمکې وېشي. بله ستونزه د ښوونکيو او نورو ملازمينو د معاش کمولاى وو. اوس به څوک دغه ستونزه هم نه لري. مونږ په ټولو ولسواليو کې په رسمي ډول استادانو ته لس زره افغانۍ معاش ورکوو ، څوارلسم پاس ښوونکيو ته پېنځلس او ليسانس استادانو ته پېنځه ويشت زره افغانۍ معاش ورکوو ))

دى وايي په تېرڅه موده کې د پوهنې د رياست په هڅو په کندهار کې ګڼ شمېر ښوونځي هم پرانستل شوي دي او زرګونه ماشومان هم ښوونځيو ته تللي .


مجددي وايي دا مهال يوازينۍ ستونزه چې د پوهنې رياست ورسره مخ دى هغه د تکړه استادانو نه شتون دى .

د مجددي په خبره دغه ستونزه د کلونو کلونو جګړو له امله ورپېښه ده او ختمېدل به يې هم کلونه کلونه وخت وغواړي.

(( يوه نقطه مونږ د ضعف نقطه لرو هغه دا چې مونږ کدرونه نه لرو . تکړه استادانو په پيسو نه جوړېږي بلکې د ښو استادانو جوړېدل اتلس يا شل کاله وخت غواړي خو مونږ بيا هم اعلان کوو چې که تکړه او ليسانس استادان وي مونږ يې هر ډول شرايط منو او تر خپله وسه پورې ورسره مرسته کوو دوى دي د کندهار بچي وروزي))

دا مهال په ټول کندهار کې څلور سوه د ېرش ښوونځي شته چې اوس يې لا هم سل ښوونځي د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي دي .

دا مهال د کندهار په خلاصو درې سوه دېرش ښوونځيو کې ټولټال يو سل او نوي زره زده کوونکي زده کړې ک چې پېنځوس زره يې نجونې دي.
XS
SM
MD
LG