د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ګیلاني طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره قطر ته ځي'


 د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - پاکستان وايي، د هیواد د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني قطر ته د سفر اصلي موخه له افغان طالبانو سره د سولې د بهیر په اړه بحث کول دي.

د پاکستان وزیر اعظم پر داسې مهال قطر ته ځي چې په دې وروستیو کې افغان طالبانو ته په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستو اعلان شوی وو او بیا د رسنیو له رپورټونو سره سم، د امریکا و طالبانو تر منځ لومړنۍ خبرې هم وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، وزیر اعظم یوسف رضا ګیللاني به د فبرورۍ په شپږمه نېټه قطر ته ځي.

((ګورئ، چې د سیمې د حالاتو خبره کېږي نو افغانستان لویه مسله ده. په دې به هم خبرې اترې کېږي. او تر هغو جې د جوړ جاړي خبره ده، د پاکستان پالیسي تل دا ده چې د مذاکراتو له لارې ټولې مامېلې هوارې کړل شي. دا ډېره مهمه سلسله ده. هیله ده چې د قطر مشران به زموږ وزیر اعظم د روانو حالاتو په اړه خبر کړي چې هغوی څه سوچ لري. او موږ به هم دوی د خپلې بهرنیو چارو د وزیرې د افغانستان له سفره خبر کړو چې موږ کومې خبرې کړې دي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د افغانستان سفر کړی وو. کر پر داسې وخت کابل ته تللې وه چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي کړکېچن ول.

امریکا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې افغانستان ته د سفر هر کلی کړی وو.

له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پرمختګ په اړه عبدالباسط مشال راډیو ته وویل:

((تر هغې چې د پر مختګ خبره ده نو دا خو به افغانان او د دوی مشران کوي. د پاکستان په ګډون، بهرني قوتونه او هیوادونه تر یو حده مرسته کولای شي، خو اصلي فیصله به د افغانستان ولس کوي. د سولې او ثبات لپاره چې هغوی هره پرېکړه وکړي، هغه به د پاکستان په ګډون ټولو ته منظوره وي. موږ تل د مذاکراتو خبره کړې ده، او د دې لپاره چې هر کس خبره کوي، پاکستان به یې ملاتړ کوي.))

پر دې سر بېره چې د پاکستان و امریکا اړیکي خراب دي، د کار پوهانو په وینا داسې ښکاري چې اسلام اباد د افغان طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې اترې نه یواځې له نېږدې څاري؛ بلکې د خپل رول لوبولو هڅه هم کوي.
XS
SM
MD
LG