د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په حمص کې له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي


د بشري حقونو برتانيه ميشته ډله وايې د شام امنيتي ځواکونو د حمص په ښار کي تر ۲۰۰ زيات کسان وژلي دي.

د شام د بشري حقونو د څار ادارې د جمعې په ورځ ناوخته ويلي پر حمص د ګوله باري په نتيجه کي ۲۱۷ کسان وژل شوې او په سلګونه ټپان دي.

دا وژني په داسي حال کي شوې چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا نن هغه قرارداد ته رایي ورکوي چې په کې په شام کې تشدد غندل شوې دي.

قرارداد اروپایي هیوادونو او عربي ټولنې تيار کړی دی. قرارداد له ولسمشر بشار الاسد له چوکی د ګوښه کيدو غوښتنه کوي. په مسوده کې پر شام د وسلو د خرڅلاو د مخنوي خبره نه ده شوې، خو شام د جمهوريت پر لور د بيولو په اړه د عربي ټولنې د پروګرام ملاتړ شوی دی.

سربیره پر دې چې په مسوده کې یو شمير بدلونه راغلي دي خو بیا هم روس چې د امنیت شورا مستقل غړی دی وایي، د قرارداد مخالفت به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG