د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې چاودنه


د مشال ریډیو خبریال د خیبر ایجنسۍ د سرکاري چارواکو له خولې وايي چې د خیبر د لرې پرتې سیمې تیرا په زخه خیلو کې په یوه بمی چاودنه کې یو تن وژل شوي او دوه نور ژوبل دی.

د دوی په خبره دغه چاودنه د زخه خیلو د توحیدالاسلام ډلې پر کسانو باندې شوې ده او لا تر دې دمه یې چا پړه په غاړه نه د اخیستې ياده دې وي چې په خېبر ايجنسۍ کې اکثره د وسله والو ډلو ترمنځه نښتې کيږي چې په کې تر دې دمه يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG