د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننکرهارفارمونه رغول کيږي




بازمحمد عابد. مشال ريډيو

جلال اباد: د ننګرهار د زراعت او کانال رياستونو په ګډه همکارى د دغه ولايت د فارمونو د بيا رغولو په خاطر د زيتونو او ستروسو د بزغليو د کرلو کار پيل شو.

د ننګرهار د کانال ريس زيارت ګل راهيل د ثمرخيلو په نرسرى يا قوريه کې خبريالانو ته وويل چې سږکال د ٤٠٠ زرو نه زيات د ستروسو او زيتونو بزغلي کري. ده وويل:

(( موږ غواړو چې سږکال لو ١٢٠٠٠٠ د زيتونو قلمې د ثمرخيلو په فارم کې وکرو، تر څو د راتلونکي کال کې موږ ته نيالګي په لاس راکړي. همدا رنګه تر ٣٠٠٠٠٠ پورې د ستروسو بزغلى لرو چې اوس يې د روزنې لپاره نورو ځايونو ته انتقالوو چې په راتلونکي دوو کلونو کې موږ ته ٢٠٠٠٠٠ د مالټو، نارنجو او ليمو نيالګي د کرلو لپاره په لاس راکړي، او موږ غواړو چې په ٥٠٠ جريبه ځمکه باندې د ستروسو اصلا شوى نيالکي سږ کال وکرو.))

د ننګرهار ولايت د زراعت ريس محمد حسين ساپي هم وويل چې د کانال د فارمونو د رغولو په خاطر يې د ستروسيو او زيتونو بوټي د زراعت په قوريو کې روزلي او سږکال يې د کانال په واک کې ورکوي: ده وويل:

(( شا و خوا ٧٠٠٠٠٠ د ستروسو او زيتونو نيالګي د کانال د بيارغونې لپاره ورکوو. موږ د خپل وزارت، کانال رياست او اړوندو انکشافي ادارو سره په رابطه کې يو چې څنګه وکولاى شو چې د فارمونو په بيا رغونه کې مثبت ګامونه واخلو.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ډاکټر لال محمد دراني په ولسونو غږ وکړ چې د کانال د نيالګيو په ستاتنه او پالنه کې دې همکاري وکړي، ده وويل:

(( دافارمونه د ټول ننګرهار ښايست او سرمايه ده. زما د ننګرهار د فرد فرد نه دا هيله ده چې د کانال په بيا رغونه کې پوره همکاري وکړي.))

ياده دې وي چې په ننګرهار کې په شاو خوا ٢٠٠٠٠ هکتاره ځمکه د ستروسو او زيتونو فارمونه څه ٥٠ کاله پخوا جوړ شوي وو چې د کورنيو جګړو پر مهال يې ډيره برخه له منځه تللې ده، خو اوس يو ځل بيا د ننګرهار د کانال رياست هوډ کړى چې فارمونه بيرته په ستروسو او زيتونو ورغوي.
XS
SM
MD
LG