د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: خبریالان په پارکونو کې له خلکو نکاحنامې غواړي


د سماء ټي وي خبریاله مایه خان
د سماء ټي وي خبریاله مایه خان
ظفرکریمي ـــ کراچۍ

په کراچۍ کې ځینو ټي وي چینلونو باندې ځینې داسې پروګرامونه خپریدل شورو شوي دي چې پکې د ښار بیلابیلو پارکونو ته تللو نارینه او زنانه و څخه د نکاح نامې او یا نورې پیژندګلوي په اړه پوښتنې کوې

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکو ګوندونو د ځینو ټي وي چینلونو لخوا دهغو پروګرامونو د بندیز غوښتنه کړې ده چې له وجې یې دکراچۍ ښار زیاتره پارکونه شاړ شوي دي ـ ښاریان هم وایي چې پارکونو په لور ځکه د خپلو زنانه و سره نه ځي،ځکه چې هلته ورڅخه د ځینو ټي وي چینلونو صحافیان پوښتنې ګروېږني کوي ـ

د رسول محمد په نوم یو تن وایي ددغه ډول پروګرامونو خپریدو له وجې اوس دوی د پارکونو په لور د خپلو میرمنو سره یو ځایي تلل بند کړي دي.

((که خپله مېرمن راسره وي او دوی رانه نکاح نامه غواړي او په دې چکر کې ما تنګوي یا ما بې عزته کوي نو ددې څه مطلب دی ؟مطلب دادی چې دې پارک له به موږ نه راځوـ د کور نه به نه وځو؟ ګرځیدو راګرځیدو نه به منع شو؟ میډیا له پکار ده چې په دې کار کې عمل دخل ونه کړي ـ په دې وخت کې سړی راوځي یا غرمه او یا چې ماشومان سکولونو ته لاړ شي نو سړی سهار د خپلې کور والا سره یا نورو خپلوانو او ملګرو سره پارک ته راشي ـ زه خو ددې خلاف یم چې میډیا دې په دې کې هم کار ولري.))

یو بل ځوان مولا بخش کلفټن پارک ته د خپلې مېرمنې سره راغلی دی ،هغه په دې حقله وایي((پاکستان کې خو د ساعت تیري موقعې وار دمخه ختمې شوي دي ـ دا پارکونه د ساعت تیرۍ یوازیني ځایونه و ـ دا هم ددې رویې له وجې لګیا دي ختمیږي ـ که څوک پارک ته راځي نو میډیا والا ترې پوښتنې کوي ـ تاسو څوک یې ؟ دلته څه کوئ ؟ دلته چا سره راغلي یاست ؟ دا غلطه ده ـ د کراچۍ تنګ کورونه دي چې سړی پارک ته نه ځي نو چېرته لاړ شي .))

ددې ترڅنګ د ښځو حقونو دپاره کارکونکو ګوندونو د ټي وي چینلونو دغه عمل غندلی دی ـ د عورت فاونډیشن سیمه ایزې مشرې مهناز رحمان مشال ریډیو ته ویلي چې دې لړ کې د ځیني ټي وي چینلونو کردار د ښځو سره د طالبانو کردار ته ورته دی ((زه خو حېرانه یم چې ټي وي چینلونو ته دطالبانو په شان کردار اداکولو شوق څنګه پیدا شو ـ دا واک چینلونو ته چا ورکړی دی چې ښځې او خاوند نه نکاح نامه وغواړي ،دوي په پروګرامونو کې وایي چې جینکۍ برقعې ځکه اغوندي چې خپل غېر اخلاقي کارونو باندې ددې لارې پرده واچوي ـ دا خو د صحافتي اصولو نه هم سرغړونه ده چې ښځه او خاوند دې ناست وي او ته دې ورشې او د هغوي په داخلي خبرو کې دې مداخلت وکړې ، دا د انسان له بنیادي حقونو سرغړونه هم ده ))

د مهناز رحمان په خبره هغه پخپله او د سول سوسایټۍ نورو استازو د ټي وي چینلونو ددغه ډول پروګرامونو په ضد پیمرا ته لیک استولی دی چې پکې په دغه ډول پروګرامونو دبندیز غوښتنه شوې ده ـ
بلې خوا ته ددغه پروګرامونو جوړونکي وایي چې دوي د خلقو داصلاح په نیت دغه پروګرامونه ترتیبوي او دا به جاري ساتي ـ

د یادونۍ وړ ده چې د کراچۍ ځېنې ټي وي چینلونو د یوې اوږدې مودې راهسې وفقې وفقې سره داسې پروګرامونه جوړوي چې پکې ښځې او نارینه پارکونو کې یو ځایې ناست ښودلی شي ـ په دې ورستیو کې یو سیمه ایز ټي وي چېنل سماء لخوا په دې موضوع باقاعده او سلسله وار پروګرام شورو شوي وو چې له وجې یې د ښار ټول پارکونه شاړ شوي دي او خلق ددغو پارکونو په لور تللو ته زړه نه ښه کوي.د سماء ټي وي یوه خبریاله مایه خان چې همدغه ډول پروګرام به یې چلاوه اوس له ټي وي هیسته کړل شوېده.
XS
SM
MD
LG