د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ځوانان عربي هیوادونو ته مزدورۍ ته ځي


د پکتیا ځوانان د سړک تر غاړې سهار وختي ناست وي چې څوک یې مزدورۍ ته بوځي.
د پکتیا ځوانان د سړک تر غاړې سهار وختي ناست وي چې څوک یې مزدورۍ ته بوځي.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز- د افغانستان د پکتیا ولایت ځوانان هم په خپل هېواد کې د کارد نشتون له امله د هېواد د نورو ځینو سیمو ځوانانوغوندې وطن پرېږدي، په کاراو مزدورۍ پسې عربي او د نړۍ نورو هېوادونو ته ځي.

په دوى کې يې ځینې په قانوني ډول په ویزو خو ځينې یې بيا بخت او توکل ميندې اوبه پسې وشيندي او په غیر قانوني لارو د قاچاقبرانوسره روان شي.

هغوی چې په قانوني ډول ولاړشي که څه هم ستونزې به لري خو د مرګ له ګواښونو سره مخ نه وي؛ خو هغوی، چې په قاچاقي لارو ځي ډیری یې د سمندرونو د ماهیانو خوراک او یا په لویو دښتو او ځنګلونو کې ورک او ډېرځله یې کورنۍ مړي هم ونه ويني.

د پکتیا څو تنه اوسیدونکي وايي، چې دوى دا ستونزي ويني خو مجبوري هم بده ده :

دوى زياتوي: ((زموږ ځوانان دلته کارنشي پیداکولای.))

دوی مجبوردي چې د خیټې مړولو اوکورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره هر کار ته لاس واچوي.

د پکتیا یو تن ځوان، چې خپله په دې ډول سفر وتلي وو، د خپل سفر ترخې تجربې داسې بیانوي:

((د ویزې او پاسپورت وس مې نه وو ، زه اېران ته په قاچاقي ډول روان شوم هلته به مو په لویو دښتو کې د شپې مزلونه کول ډېر وږي شوو، له سپاهیانو به ډاریدو، چې ومو نه نیسي بیا قاچاقیانو پیسې راڅخه واخیستې اومونږ یې پرېښودو ، بیا پولیسو ونیولو، دوې میاشتې یې بندي کړو هره ورځ به يې ډير بد وهلو درې مياشتې وروسته یې سرحد ته راواړولو او هېواد ته یې راوشړلو.))

د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریيس عبدالصمد مصلح وایې، چې رښتیا هم بې کارۍ شته خو یو ریاست نشي کولای دلته ټولو ځوانانو ته کار پیدا کړي.
نوموړي زیاتوي تر څو، چې په هېواد کې لویې فابریکې او کارخانې جوړې نشي ګرانه به وي، چې ټولو ته کار پیدا شي.

ده وویل:((دا په یوازې ډول نه کیږي. دلته باید پانګه وال پکتياوال خپله کارخانې اوفابریکې جوړې کړي او دا هم په مرکزي دولت کيږي چې سرمايه ګذارۍ ته زمينې برابرې کړي، چې په اساسي ډول ځوانانو ته د کار زمينې پیدا شي او دلته هيواد دننه بوخت شي.))

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې ځینو مؤسسو یا انجوګانو هم د ځوانانو لپاره د کسبونو د زده کولو ورکشاپونه او کورسونه جوړکړي، ترڅو وکولای شي، چې دلته هېواد دننه کارپیدا کړي خو د کارپوهانو په باور، چې تر څو په هېواد کې امن او په پراخه اندازه پانګونې نه وي شوي ګرانه به وي چې ټولو ځوانانو ته کارپیدا شي او دا ستونزه حل شي.
XS
SM
MD
LG