د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او اېټالیا ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ


د تړون تر لاسلیکولو وروسته کرزی او مونتي خبري غونډې ته وینا کوي.
د تړون تر لاسلیکولو وروسته کرزی او مونتي خبري غونډې ته وینا کوي.
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ - د افغانستان و اېټالیا تر منځ اوږد مهاله ستراتیژیک تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د تړون پر کاغذونو ولسمشر حامد کرزي او د اېټالیا وزیر اعظم ماریو مونتي لاسلیک کړی دی.

تر دې وروسته، خبري غونډې ته د وینا پر مهال ماریو مونتي وویل، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته چې اېټالیوي سر تېري له افغانستانه ووځي، نو بیا به هم د ده هیواد له کابل سره مرستو ته دوام ورکوي.

ماریو مونتي وویل، هیواد یې له افغانستان سره اوږد مهالې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکول غواړي، او افغانستان به یواځې نه پرېږدي.

د خبري غونډې پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، په دې خوشاله دی او ویاړي چې له اېټالیا سره یې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

ده له اېټالیوي پانګه اچوونکو وغوښتل چې د افغانستان په معدنیاتو کې دې پانګونه وکړي.

حامد کرزي په دې وخت کې ماریو مونتي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
XS
SM
MD
LG