د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د مشکوکو بندیانو ځورونکی ومړ


جونتن جيک ايډیما یو ډرامايي(ناټک) کس وو .
جونتن جيک ايډیما یو ډرامايي(ناټک) کس وو .
په افغانستان کې د امريکا يي ځانګړو ځواکونو يو پخوانی سرتيري چې په دغه هيواد کې یې په یوه غير قانوني زندان کې پر مشکوکو ترهګرو د تشدد پر سر سزا شوی وو، د رپورونو له مخې په ميکسيکو کې مړ شوی دی.

جونتن جيک ايډیما په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د طالبانو د واک له نسکوريدو څه موده وروسته تللی وو. په کابل کې هغه د بهرنیو خبریالانو په ډله کې د ((پاګل جېک)) په نامه مشهور وو.هغه به ویل چې د اسامه بن لادن په لټون پسې راوتی دی.

ايډیما په ۲۰۰۴ کال کې په افغانستان کې د يو غير قانوني زندان چلولو په تور ونيول شو. د روپورټونو له مخې په دغه زندان کې به هغه مشکوک ترهګر د کوټې پر چت راځوړندول او تشدد به یې ورباندې کولو.

ايډیما په پلټنو کې دا تورونه منلي وو خو ادعا یې کړي وه چې د امريکا او افغان چارواکو اجازه ورته ترلاسه وه،خو ا افغان او امريکايي چارواکو دهغه ادعاوی رد کړي. په ۲۰۰۷ کال کې ايدما ته بخښنه ورکړل شوه.

دميکسکو يو پوليس چارواکي ويلی ايډیما د ايډز ناروغي له امله مړ شوی دی او تراوسه پورې هیڅوک هم د هغه د مړی د ترلاسه کولو لپاره نه دي راغلي.
XS
SM
MD
LG