د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره خبرې باید د هیواد دننه وشي، عبد الله


ډاکتر عبد االله عبد الله
ډاکتر عبد االله عبد الله
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - په افغانستان کې د دولت سیاسي مخالف اپوزسیون ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله په قطر کې د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په مخالفت کې دى او وایې، چې دا خبرې باید هېواد دننه ترسره شي.

نوموړي، چې په زيارت يا پنجشنبه د کابل پوهنتون د محصلینو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې پر دولت هم نیوکه وکړه، چې د سولې را وستلو لپاره ځانګړي طرحه نه لري.

د سولې عالي شورا او افغان دولت که څه هم په قطرکې د سولې د خبرو ملاتړکوي خو د دې شورا منشي امین الدین مظفري وایې د دوی غوښتنه داده، چې د سولې په خبرو کې باید افغان دولت مشري پر غاړه ولري اوکنه له دې پرته به داخبرې کامیابې نه وي.

مظفري وویل:((د سولې عالي شورا دریځ دادی، چې هرهغه سوله اومذاکره، چې افغانان پکې نه وي اوافغان دولت په کې برخه ونه لري هغه نتیجه نه ورکوي او نه هم د افغانستان مسله حل کیدلای شي ځکه، چې دا یوه افغاني پروسه ده او افغانستان یو خپلواک دولت لري اوهغه باید تصمیم ونیسي.))

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسا زی وایې، چې دوی هم د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو د خبرو مشري باید د افغان دولت په غاړه وي.

موسا زى زياتوي:((د افغانستان دولت او خلک د سولې خبرو سره موافق دي اوهغه تاکید چې مونږ یې له اولې ورځې کوو، چې په هغې نړیواله ټولنه هم له مونږ سره موافقه ده؛ هغه داده چې د سولې پروسې رهبري اوملکیت د افغانستان دولت دي. تر څو مونږ خپله او د افغانستان خلک ډاډمن کړو، چې د افغانستان د سولې پروسه په همغه سوله پای ته ورسیږي، چې د افغانستان د خلکو ارمان دی.))

خو د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وایې، چې په افغانستان کې نږدې ديرش مېلیونه خلک ژوند کوي او دوی ټول د سولې غوښتونکي دي. که کوم کس یا ډله یې مخالفت هم وکړي، خو دا د وخت ضرورت دی چې باید سوله راشي.

اوریا زياتوي:((که چېرې دوی اشتراک وکړي د سولې پروسه به بطي شي. خو خوشبختانه دوى نه غواړي، چې په دې خبروکې ګډون وکړي؛ اماپه پای کې به پرته له دوی نه هم په افغانستان کې سوله او ثبات راځي ځکه دلته ديرش مېلیونه خلک دي ، ګوندونه او مدني ټولنې دي او دوی به د نړیوالې ټولنې په مرسته سوله اوثبات راولي خو دوی باید د سولې اوثبات لپاره د نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.))

د یادونې ده، چې د افغانستان اوسني دولت سیاسي نورې مخالفې ډلې چې د هېواد دننه په حکومت او یا له حکومت څخه د باندې دي دوی د سولې په خبروکې د ګډون غوښتنه کړي او په نه ګډون یې د سولې خبرو په بریالیتوب هم شک ښودلی.
XS
SM
MD
LG