د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګلستان او اسټرليا سفيران روزګان ته تللي


د انګلستان او اسټراليا هېوادونو سفيران
د انګلستان او اسټراليا هېوادونو سفيران
سید شاه سقیم - کندهار

په افغانستان کې د انګلستان او اسټراليا هېوادونو سفيران نن په يو رسمي سفر روزګان ته راغلي وو چې دلته يې د والي په ګډون له ډېرى دولتي چارواکيو سره هم وليدل،

د روزګان ولايت مطبوعاتي دفتر مشال راډيو ته په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي دي چې د انګلستان سفير سر وېليم پېټي او د اسټراليا سفير پاول پولي نن دغه ولايت ته په شريک سفر درلود.

د سرچينې په خبره د انګلستان سفير په ولايت مقام کې د خپلو څرګندونو پر مهال ويلي دي چې د روزګان په اړه يې تر دې وړاندې اورېدلي وو چې سوله ټينګه شوې خو اوس يې په خپلو سترګو ويني.

سر وېليم پېټي زياته کړې ده روزګان يو له هغو ولايتونو کې څخه چې له هلمند سره شريکه پوله لري او هلته د دوى سرتېري مېشت دي ځکه خو بآيد دوى روزګان ته هم پاملرنه وکړي.

ده ويلي دي چې په روزګان کې د نورو ولايتونو په پرتله د سولې پروسه ډېره پياوړې ده چې له امله يې په دغه ولايت کې اوس امنيټ ډېر ټينګ شوى دى.

د خبر پاڼې په خبره د روزګان والي محمد عمر شېرازد له دواړو سفيرانو مننه چې دوى ته يې پاملرنه شته خو ورڅخه غوښتي يې دي چې په هغو سيمو کې چې دا مهال يې اوسېدونکيو وسلې پر ځمکه ايښې دي بايد په ډېرو ټولګټو پروژو کار وشي چې له دې سره به د سيمې اوسېدونکيو ته روزګار هم پيدا شي او ټولو ته به يې ګټې ورسېږي.

محمد عمر شېرازد درې ورځې وړاندې هم په کندهار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال له دولتي چارواکيو وغوښتل چې په روزګان ولايت کې دې د بيا رغونې او ټولګټو پروژو ته زياته پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG