د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان د بهرنو چارو وزیرانو لیده کاته


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د امريکا او د پاکستان د بهرنو چارو وزيرانو هيلری کلنټن او حنا ربانی کر ترمينځ په دې روستيو کې د شویو ملاقاتونو حال ورکړی.

ورځپاڼه ليکي هیلری کلنټن په دي ملاقاتونو کې د ولسمشر اوباما هغه خبره تکرار کړې چې امريکا سره د دې خبرې حق شته چې د هيواد قامی سلامتيا خوندی ساتلو لپاره د نړی په هر ګوټ کې بريد کولای شي، ربانی کر په ځواب کې ويلي وو چې د پاکستان سره کرښه د دوی دخودمختاري خلاف ورزي ده. کر په ډاګه ميرمن کلنټن ته ويلي وو چې بي له اجازته د هوايي حدودو خلاف ورزي کونکې الوتکې به راغورځولای شي.

ورځپاڼه ليکي دا خبرې په نومبر مياشت کې له افغان پولې سره نزدې د ۲۴ پاکستانیو سرتيرو د وژلو روستو شوی. د دې پېښې روستو پاکستان په افغانستان کې د امريکا او د ناټو پوځيانو لپاره سامان وړنکو ګاډو پر مخ لاره تړلېده او د پاکستان په وينا امريکا د ډرون الوتکو لپاره کارکونکې هوايي ډګر هم خالي کړېده.

ورځپاڼه ليکي د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروس مېن ته د پاکستان د سفر ويل شوي خو پاکستانی چارواکی وايي ، د دوی لپاره اسانه نه ده. د پاکستان پوځ يو چارواکي ورځپاڼې ته د تير شويو وختونو په اړه ويلي چې ډير ښه وخت یي له امريکايي پوځيانو سره تير کړی چې پکې د القاعده او د طالبانو پرضد عملياتو کې همکاري هم شامله وه.


ورځپاڼه ليکي طالبانو سره دامريکا د سولې خبرې اترې هم د پاکستان لپاره مهمه معامله ده ځکه پاکستان په افغانستان کې د اوږد مهاله ګټو لپاره حقاني ډلې سره مرسته کوي. د امريکا او افغان ولسمشرانو پاکستان ته په دې خبرو اترو کې د برخه اخیستو ويلي خو دواړه په پاکستان باور نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG