د لاسرسي ځای

تازه خبر

آیا پاکستان په بلوچستان کې د ناورین پر لوري خوځي؟


یو بلوڅ ملتپالی د بلوچستان نېشنل ګوند د وژل شوي یوه مشر حبیب جالب تندۍ ښکلوي.۱۴م جولايي ۲۰۱۰م کال
یو بلوڅ ملتپالی د بلوچستان نېشنل ګوند د وژل شوي یوه مشر حبیب جالب تندۍ ښکلوي.۱۴م جولايي ۲۰۱۰م کال
په واشنګټن کې دامریکايي پوهنتون د ابن خلدون په نوم د اسلامي څیړنو دڅانګې مشر اکبر احمد دبلوچستان د حالاتو په اړه یوه لیکنه کړې ده چې پکې راغلي دپاکستان حکومت باید دبلوچستان د زمکې اهمیت ته په پاملرنې کولو سره په دغه صوبه کې د بلوڅانو د تښتول کیدو او وژل کیدو مخه ونیسي.

نوموړی وايي هسې خو د پاکستان په هره برخه کې دامن و امان صورت حال ښه نه دی، په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا صوبه کې بمي چاودنې او ځان مرګي بریدونه ترسره کیږي او د پوځ او د اورپکو ترمنځ جګړې روانې وي، په ملک کې بې روزګاري ډیره ده ، خلک د خوار ځواکۍ سره مخامخ دي او د ملک په اکثرو برخو کې دګیسو او د بجلۍ لوډ شیډینګ روان وي ، خو شاید په دې ټولو ستونزو کې یوه به هم دومري جدي نه وي لکه د بلوچستان هغه چې ده.

دلیکوال په باور که په بلوچستان کې کیسه همداسې روانه وي لکه چې ده نو مرکزي حکومت ته به ګرانه وي چې حالات په قابو کې کړي ، د خپلواکي غوښتونکو مخه ونیسي او خپل مرکزیت ته به دوام ورکړي.

دالجزیره په ویب پاڼه باندې د لیکوال اکبر احمد په لیکنه کې وړاندې راغلي دپاکستان مرکزی حکومت د بلوچستان د خلکو لپاره ډیر په کمه پیمانه اقدامات کړي دي،دخپلواکۍ دترلاسه کیدو د څو لسیزو د تیریدو باوجود هم داصوبه دغربت ښکارده.

نوموړی وايي یو وخت و چې په دې صوبه کې به که یوه میرمن دشمال نه جنوب ته تله او په ګاڼو به سنباله وه نو هیڅ ډول خطره به یې نه احساسوله.

نوموړی دیو بلوڅ خبریال ملک سراج اکبر یادونه کوي چې په دې وروستیو کې یې ژوند ته د ورپېښو ګواښونو له امله په امریکا کې پناه اخیستې ده، سراج اکبر نوموړي ته ویلي : دخلکو د تښتولو او وژلو لړۍ دبلوڅانو په منځ کې ویره خوره کړې ده. دغه بلوڅ خبریال وايي په لوی لاس د بلوڅو د سر سړي وژل کیږي ، دی د خپلو اتو هم مسلکو خبریالانو یادونه کوي چې په دې وروستیو کې وژل شوي دي.

لیکوال اکبر احمد زیاتوي نه یوازې داچې دبلوڅو مشران په نخښه کیږي ، بلکه ددوی په کولتور هم بریدونه ترسره کیږي، کله چې بلوڅان په صوبه کې له یو ځای نه بل ځای ته سفر کوي نو په امنیتي پوستو ولاړ سرتیري چې بلوڅ نه وي ددوی په جامو او کړو وړو باندې خاندي.

نوموړی وايي دپاکستان مرکزي حکومت دې داسې نه انګیري چې بلوچستان دکمې ابادۍ یوه صوبه ده ، خو دادې هم په پام کې لري چې دبلوچستان صوبه دپاکستان د ټولې زمکې څلور څلویښت په سلو کې برخه تشکیلوي ، طبعي زیرمې او ساحل لري ، ښايي بلوچستان به د پاکستان نه بغیر دوام وکړی شي خو دبلوچستان نه بغیر به د پاکستان وجود نیمګړی وي.

لیکوال په اخره کې مشوره ورکوي چې دبلوچستان د شخړې د هوارۍ لپاره پکارده چې دپاکستان وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني او دپوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني د بلوچستان دوره وکړي ، دځايي خلکو سره کیني او د هغوی نه دې بخښنه وغواړي چې دردونه یې لیدلي دي. لیکوال وايي که جناح ژوندی وای نو ښايي همداسې به یې کړي وای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG