د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅان خپل ځان محکوم ،ځپلی او ځورېدلی بولي


بلوڅ بېلتون پالي
بلوڅ بېلتون پالي
دپاکستان ډان ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې د پاکستان پوځ دخپلې ناوړې کړنلارې له امله دبلوچستان ملت پاله بیلیدو ته اړباسي ، دوی د ملت پالو په ترۍ تم کولو او وژلو د پخلاینې ټولې لارې تړل غواړي.

ورځپاڼه لیکي له بلوڅو سره سم برخورد نه دی شوی او نه ددوی د شخړو د هوارۍ لپاره سمه هڅه شوې ده، دپاکستان د ملي امنیت اداره پوځ او استخباراتو ته ډیر واک په لاس کې ورکوي ، که په دې کې اصلاحات راوستل شي ممکنه ده بلوڅ به یو وار بیا پخلا او د مرکز ترچترۍ لاندې ودریږي.

ډان لیکي هره ورځ په مردکیو د غلبیلو مړو موندل ، دخلکو او د سیاست والو په مرموز ډول تښتول او ماورای عدالت قتلونه حالات داسې جوړوي چې د بلوچستان خلک ورځ تر بلې د مرکز نه لرې شي.

اداریه لیکي په پاکستان کې په ۱۹۴۸ ، ۱۹۵۸ ، ۱۹۶۲ او ۱۹۷۳ کې په بلوچستان کې د یاغی توب څلور نندارې لیدل شوي چې د مرکز لپاره یې پایلې ښې نه وې، اوس په نوموړې صوبه کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي د بغاوت جنډه پورته کړې ده، ددې ترڅنګ بلوچ لیبیریشن فرنټ او بلوچ لبریشن ارمي هم دحکومت پرضد فعالیت کوي.

ورځپاڼه لیکي حالات او واقعات ښکاره کوي چې بلوچستان کې یو واربیا پوځ د ټوپک په زور د ستونزې هوارولو کوشش کوي او نتیجه یې داده چې بلوڅ ځانونه نور هم محکوم ، ځپلي او ځوریدلي ګڼي.

ډان په اخره کې تجویز ورکوي چې حکومت ته پکار ده په بلوچستان کې هر ډول عملیات ودروي او د مذاکراتو او د پخلاینې لړۍ پیل کړي ، بلوڅو ته باور ورکړي چې ددوی د قتل شویوسیاسي مبارزینو د وژنو آزاده پلټنه به کیږي او د تري تم شویو کسانو د موندلو لپاره به حکومت اقدامات کوي ، او که داسې وشول نو ښايي چې د بلوڅ ملت پالو زړونه به وګټل شي.

بل پلو ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس په یو راپور کې لیکي په افغانستان کې هغه امریکايي سرتیری محاکمه کیږي چې د ناوړه عمل د وجې یې یو بل نولس کلن سرتیري ځان وژلی.

اژانس لیکي چې محکمه کیدونکی سرتیری ( ریان ـ اوفوت ) نومیږي او پرې تور دی چې د ناوړه سلوک له وجې یې ( ډیني ـ چین ) ځان وژلی دی. نوموړي د تیر اکتوبر په دریمه نیټه ځان ووژلو .

( ریان او فوت ) دوه دیرش کلن دی ، څوارلس میاشتې کیږي چې دامریکا د پوځ لپاره کار کوي او د افغانستان نه وړاندې په عراق کې هم پاتې شوی دی. خو ډیني چین یوازې دوه میاشتې په افغانستان کې تیرې کړې او بیا یې ځان ووژلو. نوموړي خپلو خپلوانو ته ویلي وو چې د روزلو پرمهال به ورسره نسلي تعصب کیده او ورته به ښکنځلې کیدې.

ای پي اژانس لیکي د رین اوفوت د سلوک له امله هغه ته د درېوو نه نیولې ترلسو کلونو پورې سزا اورول کیدای شي. د نوموړي په اړه به په کندهار کې د امریکایانو په مرکز کې دننه پریکړه واورول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG