د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یوه عدالت ایراني عسکر خوشي کړل


دپاکستان په بلوچستان کې يوه عدالت هغه درې ایراني امنیتي سرتیري خوشي کړي چې پروسږ کال پاکستانۍ غاړې ته د اوښتو پر مهال له هغې وروسته ونیول شول چې په خپل یوه برید کې یې يو بلوڅ وګړی هم وژلی وو.

سرکاري سرچینې وايي داسې ښکاري هغوی د وژل شوي پاکستاني کورنۍ ته د خون بها ورکولو له کبله خوشي شوي وي.

دغه درې ایراني عسکر په ۳۱م دسمبر د پاکستان پولی ته اوښتي وو او هلته یې یو بلوڅ وګړی سعید ریکي وژلی وو او د هغه کشر ورور یې ټپي کړی وو.

سرکاري سرچینو ویلي ایراني وګړو د مقتول کورنۍ ته څه پيسې ورکړې دي چې پر دې بنسټ عدالت د قصاص آرډیننس لاندی هغوی خوشي کړل. خو دا لا نه ده جوته چې څومره پیسې به یې ورکړي وي.
XS
SM
MD
LG