د لاسرسي ځای

تازه خبر

لانجمن لیک---د پاکستانیو اورپکو د افغان طالبانو ملاتړ


د پاکستانیو طالبانو یو اورپکی له خپلې وسلې سره
د پاکستانیو طالبانو یو اورپکی له خپلې وسلې سره
د بريتانيا ګارډين ورځپاڼه ليکي چې په پاکستان کې د لانجمن لیک مخې ته راتلو سره د حکومت او پوځ تر منځ يو واري بيا اختلافات زيات شوي دي .

په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني چې ددغه لیک له مرکزي کردارونو څخه بلل کيږي، دا نه مني چې ددغه لیک په اړه څه مالومات لري.

د ورځپاڼی په وينا که څه هم حسين حقاني په امريکا کې د يو فعاله سفارت کار په توګه پيژندل کيده، خو د پاکستان پوځي چارواکي او ميډيا حقاني ته د امريکا د ګوډاګي نوم ورکوي .

د ورځپاڼې په وينا حسين حقاني د صدر آصف علي زرداري بااعتماده سلاکار هم وو ، او اوس چې د لیک لانجه مخې ته راغلې نو ډير خلک ګمان کوي چې ددې ټول کيس مقصد صدر زرداري په نښه کول دي.

------------------

بلخوا ډپلوميټک کوريير مجله په خپله يوه مقاله کې ليکي چې که يو خوا د طالبانو لپاره په عربي هيواد قطرکې د دفتر پرانستلو خبرې روانې دي نو بلخوا پاکستانيو اورپکو د افغانستان د وسله والو طالبانو د ملاتړ اعلان کړی دی.

د مجلې په وينا له دې سره د پاکستانیو اورپکو پام اوس د پاکستاني پوځ ضد کاروايانو پر ځای په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو لوري ته اوښتی دی .

د مجلې په وينا که يو خوا ته د پاکستانيو وسله والو ډلو ددغه اعلان سره د اورپکو ډلو تر منځ مرسته نوره وده مومي نو بل خوا دا عمل د امريکا او پاکستان په اړيکو هم بد اغيز کوي چې له مخکې نه خرابې دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG