د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو ودرېدل اورپکو ته ګټه رسولې


ډرون بریدونه په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر وړاندې یوه موثره وسله ګڼل کېږي
ډرون بریدونه په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر وړاندې یوه موثره وسله ګڼل کېږي
نیو یارک ټایمز ورځپاڼه د پاکستاني او امریکایی چارواکو له خولی لیکي په پاکستان کې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په ډرون بریدونو کې د کمي له کبله القاعده او دغه شان نورو پاکستانيو یاغیانو ډلو وخت وموند چې خپل ځان را سره ټول کړي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونو زیات کړي او په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو ته دهړکې ورکړي.

ورځپاڼه لیکي د تېر کال په نومبر کې د پاکستاني سرتېرو په چېک پوسټ امریکایی هوایی برید چې له کبله یی د پاکستان سره تعلقات خراب شوي، ترې یاغیان ګټه پورته کړې. د ورځپاڼی په خبره د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې نه غواړي چې حالات نور خراب شي، او په تېره په داسې حال کې چې د تېر کال نومبر د نیمایی وروسته یې ډرون بریدونه نه دي کړي او بل خوا پاکستان له امریکا سره امنیتی تعلقاتو ته بیا کتنه کوي.

نیو یارک ټایمز لیکي نورو یاغیانو ډلو پر پاکستاني ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړی، چې تېره هفته طالبانو د خپل یو مشر د وژنی په بدل کې ۱۵ تښتول شوي امنیتي سرتیري ووژل.

ورځپاڼه د یو امریکایی چارواکي له خولی لیکي کېدای شي چې په امریکایي عملیاتو کې د کموالي سره سره د پاکستان لخوا غیر موثره هڅو له امله تره ګر واپس را یو ځای شي. دغه چارواکې زیاتوي د امریکایی عملیاتو له وجی به د القاعده مشران محتاطه وو او د خپلو کاروایانو لپاره به یې پلانونه جوړول.

بل لوري واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت د پنټګان په بجټ کې د کمي په اړه لیکې چې له دی سره به په امریکا کې دننه او بهر یو لوی فرق پرېوځي. د ورځپاڼي په خبره دا د 1945 م کال راهیسې په شویو بدلونونو کې ډېر اهمیت لري.

واشنګټن پوسټ پوښتنه را ولاړوي چې له دې کمي سره به څه فرق پریوځي.؟ او بیا یې په جواب کې لیکي چې انتظامیه به د ځمکني ځواکونو په شمېر کې لوی کمی راوړي. ځکه چې په راتلونکې کې د افغانستان یا د عراق په شان نور هیوادونه نه ویني. ورځپاڼه لیکي که څه هم په افغانستان کې د جګړی ګټلو خبره به له وخته مخکې وي خو سپینه ماڼۍ دا ګني چې هغه صورت کې هم دغه لوبه په ښه ډول سنبالولای شي که ځمکني ځواکونه کم وساتي.

ورځپاڼه لیکي دا وخت چې امریکا به خپل دفاعي لومړیتوبونو کې بدلون راولي، هغه دوه هیوادونه ډېر اهمیت لري چې پکې د امریکا ضد احساسات ډېر قوي دي لکه پاکستان او ایران. د ورځپاڼې په خبره پاکستان دا وخت امریکا سره تعلقاتو ته بیا کتنه کوي او په بدل کې یې چېن ته مخه کړې.

ورځپاڼه لیکي که څه هم امریکا هم تعلقات واپس خپل ځای ته راوستلو لپاره څه کوشش و نه کړ خو واشنګټن ته اوس هم پکار ده چې د اسلام آباد سره ښه تعلقات وساتي چې دا ډول د افغانستان شخړه سر ته رسولو کې د امریکا سره مرسته وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG