د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د امنیتي واک سپارنې بهیر پيلېږي


افغان امنيتي ځواکونو ته د واک سپارنې بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي
افغان امنيتي ځواکونو ته د واک سپارنې بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي
بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د واک سپارنې بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ننګرهار ته په خپل سفر کې د شرقي ولايتونو امنيتي وضيعت د انديښنې وړ وباله.

نوموړي دا خبرې د خالي / شنبې ورځې په ماښام جلال اباد کې مطبوعاتي کنفرانس ته وکړې. ده وويل:

(( د هلمند په شمال کې ستونزې شته خو په په جنوب کې يې ډير توپير راغلى دى. زه تيره هفته نادعلي کې وم او مارجې ته چې څوک دوه کاله مخکې تلى نه شول، هلته مې له مشرانو سره يو ساعت غونډه په چايخانه کې لرله. نو دې ته بايد متوجه اوسو چې په خطراتو باندې په مثبته توګه بريالي کيدى شو. شرقي ولايتونو کې وضع بدتره شوې ده. نن اکثره ګواښونه په شرقي زون کې دي او دا دقيقه توجه غواړي.))

ټاکل شوې چې د واک سپارنې په دويم پړاو کې به د جلال آباد ښار په شمول څلور ولسواليو کې د واک سپارنې بهیر تر سره شي. ډاکټر اشرف غني احمدزى زیاتوي :
(( د جلال ابآد ښار او څلور ولسوالى سرخرود، بهسود، کامه او خيوه يا کوز کونړ دي چې د واک سپارنې به په کې پيل شي. دې ولسواليو کې مې له چارواکو، قومې مشرانو، علماوو، ملي اردو، پوليسو او سرحدي ځواکونو سره وکتل. ټول مې انسجام کړي دي، تر څو چې يوه واضح امنيتي پلان د ښار او دې څلورو ولسواليو لپاره برابر شي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د واک سپارنې بهیر وروسته به افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانيږي چې امنيت خوندي کړي، وويل:
(( نن په افغانستان کې د کليو او بانډو په شمول بنيادي بدلون راغلى دى. دا خلک هم په خپلو حقوقو پوهيږي او هم اواز پورته کولاى شي. ظلم هم شته خو په مقابل کې د ظلم د نه منلو روحيه هم شته. له بلې خوا ملي اردو هم شته، دا چې ستونزې لري، په دې کې هم شک نشته، خو نن په افغان ملي اردو کې دا قوت شته چې که هر څوک د ملي ګټو په مقابل کې دريږي او يا امنيت ته خنډونه پيدا کوي، ملي اردو يې مهارولى شي.))

د يادولو ده چې د واک سپارنې لومړى پړاو په باميان او پنجشير کې په ولايتي کچه تر شوى، بيا د افغانستان لوى ښارونه لکه کابل، هرات، بلخ، لشکر ګاه او مهترلام کې تر شوى او په نيږدې وختونو کې به د ننګرهار ولايت د يو شمير ولسواليو په شمول د افغانستان په يو شمير نورو ولايتونو کې هم افغان ځواکونو امنیتي چارې وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG