د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو د زخمونو علاج لا نه دی شوی، نواز شریف


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د مسلم لیګ ن مشر میا نواز شریف د جمعې په ورځ د کوټې په ورځنۍ دوره دې ښار ته راورسېد.

تر را رسېدو سمدستي وروسته يې د نیشنل ګوند له بلوڅ ملتپالو سره ملاقات وکړ. تر ملاقات وروسته، له رسنیو سره په خبرو کې نواز شریف وویل، د اوسني حکومت تر اعلان وروسته په عملي توګه د بلوچستان د خلکو لپاره لا هم هیڅ نه دي کړي. د ده په خبره د بلوچستان تر ټولو لويي ستونځي لاهم هواري شوې نه دي. نواز شریف وویل:

((چې لا درکه خلک دي چي تر اوسه هم پيدا شوي نه دي. د هغوی لپاره پيپلز ګوند کوم ګام پورته کړی دی. او بیا د خراب شويو مړيو د موندني په لړ کې پيپلز ګوند کوم ګام پورته کړی دی؟ موږ خو هره ورځ په دې باندي خبرې کړېدي. او له دې سره زه چي هر ځاي ځم زه دا وایم څه وشو، د عملیاتو په ترځ کې دلته اکبر بګټی ووژل شو. د هغه لپاره پيپلز څه کړي دي.))

د مسلم لیګ ن ډلي مشر نواز شریف له رسنیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د دې صوبې له وګړيو سره ظلم شوی، خو د ده په خبره اوسني حکومت باید په لومړي سر کي دې ته پام کړی وای.

او د ده په خبره، د ټولو ظلمونو حساب شوی وای.

نواز شریف په خبري کنفرانس کي زیاته کړه:

((تر څو پورې چې د دې خبرو حساب کتاب شوی نه وي. دا توقع کول چې په بلوچستان کې به امن راشي، دا ممکنه نه ده. دا ډېر ضروري وو، او د حکومت ړومبی توب باید دا وای.))

په داسي حال کي چي واکمن پيپلز ګوند د بلوچستان د خلکو لپاره د بلوچستان پيکیج په بیا بیا ذکر کوي چې د بلوچستان د خلکو لپاره يې يو لوی کار کړی. خو د پاکستان مسلم لیګ ن صدر میا نواز شریف دا پيکیج هم بې مانا وباله.
د ن لیګ مشر په دې اړه وویل:

((پيکیج يې ورکړ، لاکن د پيکیج اثرات نن يو ځاي هم نه لیدل کېږي. چاته هیڅ پته هم نشته چي پيکیج دی څه شای. په اصل کي د بلوچستان د خلکو د جذباتو قدر نه دی شوی. د هغوي جذبات تر پښو لاندي شويدي. زما په فکر لومړی ددوي ددې زخمونو علاج باید وشي.))

که څه هم څه موده وړاندې نوازشریف په کراچۍ کې د بلوچستان د پخواني وزیراعلی سردار اختر مینګل له پلار سردار عطاء الله مینګل سره تر ملاقات وروسته له رسنوالانو سره په خبرو کې وویل، د بلوچستان د ستونزو د هوارولو لپاره له بلوڅ ملتپالو سره ویني.

خو د ده د اوسنۍ دورې لوي هدف په بلوچستان کې د خپل ګوند د صوبايي کابینې ټاکل دي.
XS
SM
MD
LG