د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني طالبانو ايتلاف او په قطر کې د افغان طالبانو دفتر




واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د يو ځای کيدو او يوې شورا د جوړولو او نيويارک ټايمز ورځپاڼې د طالبانو له خوا په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستلو په هکله مقاله خپره کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چې د افغان طالبانو په ټينګار د پاکستاني طالبانو څلور ډلې د يوې شورا په جوړولو سره د حقاني ډلې سره يوځای شوي دي. د دې ملګرتيا مقصد د پاکستان د عامو وګړو پر ضد د ياغيانو تشدد او خپل منځي اختلافات ختمول دي.

د ورځپاڼې په وينا د دې نوي ملګرتيا رامنځته کيدل دا ښي چې د امريکايي پوځيانو پر ضد په داسې حال کې بريدونه ډير کړي چې هغوی له افغانستان څخه په وتلو دي. په مقاله کې راغلي چې دا ايتلاف يوه بله دا خبره څرګندوي چې د پاکستاني طالبانو ترمنځ بې اتفاقۍ په دې ملک کې ياغيتوب کمزوری کړی او تير کال په پاکستان کې بريدونه اوه فيصد کم شوي وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستاني طالبانو موخه د پاکستاني حکومت چپه کول او پر ځای يې اسلامي خلافت قايمول دي. په مقاله کې راغلي چې د دوی دا خبره د حقاني له ډلې او په دې نوي ايتلاف کې شاملو د ملا نزير او حافظ ګل بهادر د ګروپونو سره په ټکر کې ده ځکه چې د ورځپاڼې په وينا دا ډلې د پاکستاني حکومت سره د سولې تړون لري او په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بريدونه کوي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چې د دې هر څه له وجې او دا چې په دې نوي ايتلاف کې لا هم ځينې وسله والې ډلې شاملې نه دي، دا ایتلاف به ډير اغيز ونه لري.

بل خوا ته نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د طالبانو له خوا په قطر کې د دفتر پرانیستلو په اړه په ښکاره خبره کول په دې مانا ده چې کيدای شي طالبان رسمي خبرو کولو ته تيار دي او په دې توګه نيغ په نيغه ورسره د افغانستان جګړې ختمولو لپاره مذاکرات کيدلی شي. خو نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې دا لا تراوسه نه ده معلومه چې آيا طالبان د جګړې د ختمولو لپاره د سولې په پوره خبرو کې دلچسپي لري او که نه يوازې په دې خوښ دي چې ناټو دې په ۲۰۱۴ کال کې لکه څرنګه چې واردمخه پلان شوي ده، له افغانستان څخه ووځي.

د ورځپاڼې په وينا له افغانستان څخه د ناټو وتل به په ټول افغانستان او يا هم ځينو برخو کې د طالبانو اقتدار ته د رسيدلو په مخ کې پراته خنډونه له منځه يوسي خو په مقاله کې راغلي چې د طالبانو سره د خبرو په اړه لا هم ډيرې انديښنې شته لکه د سولې په خبرو کې د پاکستان رول. د نيويارک ټايمز په وينا پاکستان د طالبانو مشرانو ته خوندي ځايونه برابر کړي او پخوا يې د طالب وسله والو سره د خبرو اترو هغه بهيرونه کمزوري کړي دي چې د دوی ګټې زيانمنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG