د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : د دوکانونه له سره څادر هیسته کړل شو


نقیب الله متونوال - خوست

د افغانستان د خوست ښاروالۍ په امر په ښار کې پر دوکانونو د پليو لارو پر سر د باران د مخنیوي لپاره لګول شوي اوسپنیز ه څادر لیرې کړي دي.

د همدې څادرو لاندې د ښار ډيرى دوکاندرانو خپل توکي خرڅول چې له امله يي په ښار کې د پليو لارې بندې شوي وې.

ځينې دوکانداران او ښاريان د ښاروالۍ له دغه اقدامه خوښ دي او وايي، چې په دې د دوکانو ښکلا ته زیان اوښتی وو او هم يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې. دوى مخکې له دې، چې چارواکي ور ورسیږي په خپله د خپلو دوکانو تر مخې لګول شوي اوسپنیز څادرونه راغورځوي.

د ښار ډېری دوکاندران د ښاروالۍ له خوا د دوی د دوکانونو مخې ته د لګول شویو اوسپنیزو څادرونو په لیرې کیدو خوښ نه دي او د ځان په تاوان یې بولي او وايي، چې له یوې خوا يي دوکانونه دومره کوچني دي، چې ټول توکي پکې نه ځاییزي او له بلې خوا مالکان ترې ډېرې کرايي اخلي؛ د باران او ګرمۍ پر وخت یې هم مشتریانو د دریدلو خوندي ځایونه نه وي.

د خوست د دوکاندرانو د اتحاديي مشر جمال تڼي د خوست ښارولۍ په هدایت د ګډ کمسیون له لوري د اوسپنیزو څادرونو راغوځول پر ځاى ا قدام نه بولي او وايي، چې د ښاروالۍ له له لوري د ښار د دوکانونو تر مخې د نصب شويو اوسپنیزو څادرو په لیرې کولو سره به دوکانداران له ستونزو سره مخامخ شي.

خوست ښاروالي وايي چې د اوسپنیزو څادرونو او له پليو لارو څخه د دوکاندارانو د سامانونو په لیرې کیدو سره به ټول خنډونه چې اوس مهال د ښار په پیادرونو کې ځای پر ځای شوي خلکو ته په تګ را تګ کې اسانتيا راولي.

د خوست ښاروالۍ مرستیال انجینر شریف وايي، چې د ښار دوکاندرانو ته به د یو متر په اندازه د اوسپنیزو څادرونو د نصب کیدو اجازه ورکړي، چې د باران د مخنیوي او سيوري جوړولو لپاره وي.

يوه اونۍ وړاندې د خوست والي هم د خوست ښار څخه د دولتي ودانېو تر مخې د موانعو د لیرې کیدو اعلان وکړ او هم يې له ځینو سړکونو څخه سيمټي خنډونه او اغزن تارونه ټول کړل او په ځينو ځايونو کې لا تر اوسه پاته دي.
XS
SM
MD
LG