د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: خلکو په کورونو کې دوکانونه جوړکړي


نقیب الله متونوال - خوست

افغانستان د خوست ښار اوسيدونکي شکايت کوي، چې ښار د خلکو د ګڼه ګوڼي پر تله تنګ، د تګ را تګ او سودا پر مهال يې ډير وخت ضايع کيږي. دوى دښار د منظمې پراختيا غوښتنه کوي.

چارواکي وايي، چې د ښار د پراختيا لپاره پلان لري، خو پر وړاندې يې يو څه ستونزې هم شته خو هيله مند دي، چې په نږدې راتلونکې کې به حل شي.

د خوست ښار،چې څو لسيزې وړاندې د یوې ولسوالۍ په کچه پخوا جوړ او ډیزاین شوی وو، دامهال د خلکوپه زیاتیدو په ښار کې شخصي کورونه هم په مارکېټونو بدل شوي اوهغه اسانتیاوې نه لری، چې د ښاریانو اړتیاوې پوره کړي. لارې کوڅې، چې د کورونو لپاره جوړې شوي وي اوس تنګې او د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله اکثره وخت بندې وي.

ښاریان وایې، چې حکومت باید د ښار د پراختیا لپاره نوي پلانونه جوړ کړي او ښار پسې وغځول شي له یوې خوا به د دوکانونو اومارکېټونو په کرایو ښه تاثیر ولري او ارزانه به شي او له بلې خوا به خلک په ازاده تګ راتګ وکولای شي.

د خوست ښاروالۍ مرستیال اینجینرشریف وایې، چې ښار د ستراتیژیک پلان لاندې دى او پراختیا به ومومي:)) نه یوازې دولتي ځمکې بلکه د خلکو هغه شخصي ځمکې هم چې د ښار په درې کیلومترۍ کې واقع دي د ماسټرپلان لاندې دي او د نقشې له مخې به ښار لوییږي او په هغه صورت کې کیدای شي دا ځمکې د دولت ملکیت شي او خلکو ته به یې معوضه ورکړل شي.((

اینجینر شریف زیاتوي، چې د ښار د پراختیا لپاره ځینې ستونزې هم شته ، چې یوه يې هم د ښار شاه وخوا د ملي دفاع وزارت اړوند ځمکې دي، چې د دوی په ملکیت کې نه دي.

خو خوست والي عبدالجبارنعیمي وایې، چې دوی د ملي دفاع وزارت سره غږیدلي او د ښارسره اړوند ځمکې به ښاروالۍ ته ورکړل شي.
د یادونې ده، چې دامهال د ښار دننه په خپل سرجوړیدونکي ودانۍ هم جوړیږي چې ښاري اسانتیاوې یې په نظر کې نه نیول کیږي او اکثره وخت یې خلک له اوبو کموالي ، برېښنا نشتون او د موټرو د پارکېنګ نشتوالي څخه شکایت کوي.
XS
SM
MD
LG