د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې چاودنې لس تنه سيمه ييز پوليس ووژل


د هلمند په لښکرګاه کې افغان ملي پولیس په روزنه بوخت دي.
د هلمند په لښکرګاه کې افغان ملي پولیس په روزنه بوخت دي.
سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په هلمند ولايت کې د سړک پر غاړه د يو ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله نن غرمه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په موټر شوې ده چې له امله يې تر اوسه پورې لس تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن بل ژوبل دى .

په وژلو شويو کسانو کې د سيمه ييزو پوليسو دوه قومندانان هم شامل دي.

د هلمند والي داوود احمدي وايي په پېښه کې وژل شوي پوليس د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې نوي ځاى پر ځاى شوي وو چې هر سهار به د روزنې د پاره نادعلي ولسوالۍ ته راتلل چې نن پرې چاودنه شوې ده .

دى وايي پېښه د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې نن غرمه په يوولس نيمو بجو شوى ده .

(( چاودنه نن غرمه په يوليس نيمو بجو په نادعلي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په يو موټر شوې ده. په دغه پېښه کې لس تنه پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شو ى دى . په وژلو شويو کسانو کې اته تنه پوليسو او دوه قومندانان د ي))


قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته د ټلېفون پر ليکه وويل چې ماين د دوى ملګرو ښخ کړى وو. چې نن پر پوليسو چاودېدلى دى.

په نږدې موده کې د هېواد په جنوب کې دا تر ټولو درنه مرګ ژوبله ده چې سيمه ييزو پوليسو ته اوړي.

تر دې وړندې هم په ځينو جنوبي ولايتونو کې په سيمه ييزو پوليسو ورته چاودنې شوې وې خو دومره مرګ ژوبله يې نه درلوده .
XS
SM
MD
LG