د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاوېد هاشمي تحریک انصاف کې ورګډ شو


پراګ - د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې سینیر مرستیال صدر او د قامي اسمبلۍ غړۍ مخدوم جاوېد هاشمي د پاکستان تحریک انصاف په ګوند کې د ګډون اعلان کړی دی.

نوموړي دا اعلان د شنبې په ورځ (د ډیسمبر ۲۴مه) د پنجاب له ملتان ښاره د کراچۍ په جلسې کې د ګډون لپاره د روانېدو پر مهال کړی دی.

د یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف جلسه کېږي.

هاشمي وویل، له نواز شریف سره نه، بلکې د هغه له تګلارو او پالیسیو سره اختلاف لري.

جاوېد هاشمي د پاکستان ټیلي ویژن اې آر وای ته ویلي، د ده سیاسي فکر د عمران خان له سیاسي فکر سره سمون خوري، نو ځکه په دې ګوند کې ګډېږي.

د مسلم لیګ یوه مشر پروېز اشرف د هاشمي دا ګام نا هیلی کوونکی بللی دی او ویلي یې دي چې د جمعې پر ورځ یې ورسره پینځه ساعت خبرې کړې وې، خو بیا هم ده ګوند پرېښود.

په تحریک انصاف ګوند کې تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند غړي شاه محمود قریشي، د مسلم لیګ ق غړي او د جنرال پروېز مشرف په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر خورشید محمود قصوري هم د ګډون اعلان کړی وو.
XS
SM
MD
LG