د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک پاکستان ته ۵،۵ اربه ډالره ورکوي


U.S. -- The logo on the World Bank Building in Washington, DC, 02Aug2010
U.S. -- The logo on the World Bank Building in Washington, DC, 02Aug2010
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- نړیوال بانک ویلي په راتلونکو درې مالي کالونو کې به پاکستان ته ۵،۵ اربه امریکايي ډالره مرسته ورکوي.

نړیوال بانک په یوه بیان کې ویلي، د دې مرستې تر څنګ به دا بانک په پاکستان کې د غریبۍ د کمولو او پرمختیايي اېجنډو هم ملاتړ ته دوام ورکوي.

بانک وايي، د ګڼ شمېر هیوادونو د پیسو په مرسته له فنډه به قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا ته هم مرسته ورکول کېږي.

نړیوال بانک په خپل بیان کې ویلي، د تېر یو، دوه کالونو پر مهال چې پاکستان له کومو ننګونو سره مخامخ شوی دی، په هغې کې بانک ورته په ښه توګه غبرګون ښودلی دی.

نړیوال بانک وايي، له پاکستان سره به د اقتصادي پیاوړتیا، بشري پرمختګ او ټولنیز حفاظت، انفراسټرکچر، او امنیت په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د درې کالونو پر مهال، د غربت د کمولو او پرمختګ لپاره به د ۴ اربه ډالرو پور پاکستان ته ورکول کېږي.

په اسلام اباد کې مې د اقتصادي چارو له کار پوه اکرام هوتي پوښتنه وکړه، نړیوال بانک خو له مودو راهیسې له پاکستان سره مرستې کړې دي، خو د غربت کچ ندی ټیټ شوی، همداسې پرمختګ هم نه لیدل کېږي، د دې وجه څه ده؟

هوتي وايي، په پاکستان کې درې لویې پروژې دي چې عملي شوې دي، یو د پاکستان د سټیلو کارخانه ده چې روسیې جوړه کړې وه، دویم موټر وې ده او درېیم تربېلا ډیم دی. په موټر وې کې نړیوال بانک هيڅ نه دي ورکړي او د تر بېلا ډیم په کار کې یې څه نا څه پیسې ورکړې وې.

هوتي وايي، د نړیوال بانک په پروژو کې خلک د ځان لپاره پیسې استعمالوي.

نوموړی وايي، د نړیوال بانک په پروژو کې تر ټولو لویه مسله دا ده چې په ښه توګه یې څار نه کېږي.

د نړیوال بانک مرستې پاتې ۱،۵ اربه ډالره به په پاکستان کې د شخصي سکتور د پرمختګ لپاره کارول کېږي.

اکرام هوتي وايي، په دې مرسته کې هم ډېرې پیسې هغو کارپوهانو ته ورکول کېږي چې کار یې یواځې مشورې کول وي.

اکرام هوتي زیاتوي، نړیوال بانک چې ویلي ول په پاکستان کې به د څار یا نګرانۍ سم نظام عملي کوي، هغه یې هم نه دی کړی او همدا وجه ده چې مرستې او پروژې خو ډېرې وي، خو بدلون نه لیدل کېږي.
XS
SM
MD
LG