د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې وسله والو له جګړې لاس اخیستی


سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په زابل ولايت کې چارواکي وايي چې له دولت سره يو ځاى شوې وسلې والې ډلې تر دې وړاندې د زابل په په قلات کې له دوی سره جګړې کولې خو تېره ورځ يې د سيمې د قومي مخورو او او دولتي چارواکيو د هڅو په پايله کې وسلې پر ځمکه کېښودې او له جګړې يې لاس واخيست.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې يو ځاى شوې ډلې له ځانونو سره هغه وسلې هم راوړې چې تر اوسه پورې ورباندې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول .

((يوه لس کسيزه ډله چې ملا بورجان نومي يو تن يې قومنده په غاړه درلوده د سولې او ملي پخلاينې له بهير يو ځاى شوه ، دغې ډلې تر دې وړاندې د قلات او شهر صفا ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د دولت وړاندې جګړې کولې ((

دى وايي يو ځاى شويو وسله والو ورته ويلي دي چې اوس په دې پوه شوي دي چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو استخباراتي شبکو د خپلو موخو د تره سره کولو په خاطر دوى تېر ايستلي وو او په هېواد کې به يې جګړې کولو ته هڅول .

د زابل مرستيال والي وايي چې هڅه به کوي چې له دولت سره يو ځاى شويو وسله والو ته کار پيدا کړي او د سر ساتنه يې وکړي چې په دې توګه به د ده په خبره په جګړه پاتې بوخت وسله وال هم له دوى سره يو ځاى شي.

په زابل کې د روان کال له پيل راهيسې د وسله والو طالبانو دا درييمه ډله ده چې له جګړې لاس اخلي او له دولت سره يو ځاى کېږي ،

تر دې وړاندې په کندهار کې هم د يو تن قومندان په ګډون د وسله والو يوه ډله له دولت سره يو ځاى شوې وه .
XS
SM
MD
LG