د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کندهار سره د نړۍ امن تړلی دی. راين کراکر


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر د کندهار په سفر تللی دی.۱۸ ډسمبر ۲۰۱۱
په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر د کندهار په سفر تللی دی.۱۸ ډسمبر ۲۰۱۱
سید شاه سقیم - کندهار

په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر تېره ورځ ناوخته د کندهار په ولايت مقام کې له خبريلانو سره د خبرو پر مهال وویل چې کندهار د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله زيات ارزښت لري او دا ځل ورته په راتګ په دغه ولايت کې د خلکو د هوساينې په موخه خپله يوه کونسلګیري خلاصوي.

((په کندهار کې چې څه پېښېږي نه يوازې دا چې پر ټول افغان ولس باندې اغېزه کوي بلکې نړۍ هم ورڅخه اغېز منه ده . دا ځل چې زه کندهار ته راغلى يم د تېرو څو مياشتو په پرتله يو بېل کندهار وينم ، دلته د سولې او بيا رغوونې په برخه کې يوازې په تېرو څو مياشتو کې ډېر کار شوى دى. چې زه يې د کندهار د والي او د دغه ولايت د نورو دولتي چارواکيو د نه ستړي کېدونکو هڅو پايله بولم . په پاى کې زه غواړم د هغه څه په اړه درته ووايم چې موږ تر اوسه پورې په افغانستان کې نه وو کړي هغه دا چې غواړو په کندهار کې خپله يوه کونسلګیري خلاصه کړو.))

دى وايي موږ به کله هم د تېر ځل په څېر بيا افغانستان يوازې پرېنږدو او تر دوه زره څوارلسم کال ډېر کلونه وروسته به لا هم له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو .

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې زيات وخت پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو هغه وسله وال بريدونه کوي چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري نو ولې امريکا د هغو پټنځايونو د له مېنځه وړلو په اړه پر پاکستان فشار نه راوړي. کراکر وويل ،چې پاکستان بايد په ټينګه د هغو وسله والو مخه ونيسي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ترې راځي .

((په پاکستان کې د وسله والو د خوندي ځايونو شتون په افغانستان کې سوله او امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى . د امريکا ولسمشر هم په دې وروستيو کې په ډاګه ويلي دي چې پاکستان بايد د هغو وسله والو مخه ونيسي چې له دغه هېواد څخه راځي او دلته زموږ او ستاسي په سرتېرو بريدونه کوي او عام وګړي وژني . موږ هيله لرو چې پاکستان به په دې وپوهېږي چې د دغو وسله والو مخه نيول يې په خپله ګټه دي ځکه وسله وال نه يوازې دا چې تر پوله دې خوا ته بهرني او کورني سرتېري په نښه کوي بلکې په پاکستان کې د ننه هم ګډوډۍ جوړوي. ))

راين کراکر زياته کړه چې په دې ورستيو کې د پاکستان له لوري په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو په اکمالاتو بنديز به لګول به په افغانستان د دوى په ستراتېژي کومه بده اغېزه ونه کړې ځکه دى واى موږ دا وس لرو چې له نورو لارو هم خپلو سرتېرو ته اکمالات ورسوو.

په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر څو مياشتې وړاندې هم په يو رسمي سفر کندهار ته راغلي وو او هغه وخت يې هم ويلي وو چې تر ډېرو کلونو پورې به يې له افغانستان سره ملګرتيا دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG