د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایین ۲۴۷مه ماده د اصلاحاتو په لار کې خنډ: وکیلان


که په قبایلي سیمو کې اصلاحات راوستل شي نو د شنونکو په وینا د ښځو په ژوند کې به هم ډېر بدلون راشي.
که په قبایلي سیمو کې اصلاحات راوستل شي نو د شنونکو په وینا د ښځو په ژوند کې به هم ډېر بدلون راشي.
له قبايلي سيمو پورې اړه لرونکي وکيلان وايي چي د پاکستان د آيين ۲۴۷م آرټيکل په دې سيمو کي د اصلاحاتو راوستو په لړ کي لوی خنډ دی.

د مشال راډيو د خبریال له وینا سره سم، دوې په دې لړ کي په سپريم کورټ کې د دې آرټيکل د له مينځه وړلو لپاره درخواست جمع کړی دی.

تر دې آرټيکل لاندي قبايلي ولس ته اجازه نشته چي د مقدمې لپاره دي های کورټ يا سپريم کورټ ته ولاړ شي.

دغه وکیلان وايی دا ارټیکل یا ماده د پاکستان په ایین کی یو ډول تضاد رامنځ ته کوي ځکه یو خوا ته دا قانون د دی هیواد د ټولو وګړو د بنیادي حقونو د ورکولو خبره کوي او له بل لورې له قبایلي سیمو بنیادي حق اخلي.

د پاکستان د ۱۹۷۳ز کال په ایین کې ۲۴۶ او ۲۴۷ مادې د قبایلي سیمو په اړه دي.

په ۲۴۷ مه ماده کې د قبایلي سیمو د انتظام په اړه قانوني خبرې لیکل شوې دي.

په دې کې راغلي، چې د پاکستان ولسمشر به د قبایلي سیمو تر ټولو د لوړ کچ منتظم وي.

د دې مادې تر مخې، ولسمشر به د صوبې والي ته د قبایلي سیمو چارې ور سپاري.

د مادې تر مخې، د پاکستان ستره محکمه واک نه لري چې په قبایلي سیمو کې خپل نفوذ او تاثیر عملي کړي. که چېرې پارلېمان قانون جوړ کړي نو بیا سپریم کورټ په قبایلي سیمو کې هم خپل نفوذ لرلای شي.
XS
SM
MD
LG