بريتانوي ورځپاڼه ګارډين ليکې، پاکستان پر يو داسي پلان کار کوي چي تېره مياشت د ناټو لخوا د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژلو وروسته د بدل اخستو په توګه په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د سامان وړلو لپاره د پاکستانۍ خاوري پر استعمال ټېکس ولګوي. بلخوا امريکايي ورځپاڼه لاس اېنجلنس ټايمز ليکې، د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وويل چي د تېر کال په دوران کې يې په دې هيواد کې د امنيت په څانګه کې څرګنده پرمختګ کړی دی.
بريتانوي ورځپاڼه ګارډين ليکې، پاکستان پر يو داسي پلان کار کوي چي په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د سامان وړلو لپاره د پاکستانۍ خاوري پر استعمال ټېکس ولګوي. دا هر څه تېره مياشت د ناټو لخوا په يو پېښه کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژلو وروسته د بدل اخستو په توګه کېږي.
د پاکستان لوړپوړو پوځي او ولسي چارواکو ورځپاڼي ته ويلي چي د پلان له مخي به د هر هغه کنټېنر پر سر پيسې اخستل کېږي چي د دې هيواد له لاري تېريږي. په دې ټېکس سره به د يوې لسيزي راهيسي د روان جنګ په اخراجاتو کې نوره هم اضافه وشي چي وار د مخه لا هر کال په لسګونه ملينه ډالره خرچه پر راځي. داسي فکر کېږي چي حکومت به د هر هغه کنټېنر پر سر ۱۵۰۰ ډالره اخلي چي د پاکستان له لاري تيريږي.
د دې سربېره به د تيلو د هر ټېنکر پر سر بيلي پيسې اخستل کېږي چي د پاکستان له لاري افغانستان ته تېل وړي. د يوې اندازې له مخي هره مياشت څه باندي ۴۰۰۰ کنټېنره په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د درو لارو سامان وړي چي ۱۳۰۰ يې د پاکستان له لاري تيريږي. د دې سربېره هره مياشت د تيلو څه باندي۱۰۰۰ ټېنکره د پاکستان له لاري افغانستان ته ځي.
بلخوا بيا امريکايي ورځپاڼه لاس اېنجلنس ټايمز ليکې، د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د چارشنبې په ورځ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وويل چي په تېره يوه لسيزه کې د تېر کال په دوران کې په دې هيواد کې د امنيت په څانګه کې پرمختګ شوی دی. په عامه توګه امريکايي چارواکې په ښکاره توګه د جګړې ګټلو ادعا نه کوي ځکه چي په افغانستان کې د اورپکو بريدونه اوس هم تر سره کېږي چي ګڼ شمېر ملکې کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
بلخوا د طالبانو او نورو اورپکو ډلو مقاومت هم دوام لري. بل پلو له پاکستان ته سره د امريکا ترينګلي اړيکې او د افغانستان سياسي ناهيلي هغه څه دي چي له کبله يې امريکا په ښکاره توګه د خپل برياليتوب ادعا نه کوي. خو د تېر يوه کال پر مهال امريکايي کومندانانو د اورپکو په ضد د مهم پرمختګ خبره کړې ده که څه هم لاس ته راوړني يې پايداره او مستقل نه دي. ورځپاڼه زياتوي، داسي ښکاري چي پنيټا سرتيرو ته دا باور ورکوی چي د سپيني ماڼۍ لخوا له افغانستانه د عسکرو ايستل په دې مانا نه دي چي امريکا به دا هيواد پريږدي. نوموړي وويل، هر څه وينه چي موږ دلته توی کړې ده، هغه بې ځايه نه ده.