د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان پېکېج اُستادان له تنخاګانو بې برخې دي


د یوه سکول ماشومانو د ترانې ویلو پرمهال
د یوه سکول ماشومانو د ترانې ویلو پرمهال

نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان پېکېج تر سیوري لاندي په کار ګمارل شوي ۵ زره اُستادان وایي،دوی له تېرو څو میاشتو خپلې تنخواګیانې نه دي اخیستې،چې له کبله یې اوس ژوند له سختو اقتصادي حالاتو سره مخامخ شوی.

دوی وایي،له تېرو څو میاشتو څخه خپلو کارو ته په باقاعدګۍ سره ځي،خو معاش یې نه دۍ تر لاسه کړۍ.د ضلع قلعه سېف الله سره تعلق لرونکۍ د بلوچستان پېکېج یو اُستاد،سعدالله کاکړپه دغه اړه ووېل:٫٫د روان کال ۲۰۱۱م د جولایي له میاشتي موږ تنخواوي نه دي ترلاسه کړې.چې کله موږ د تعلیم سیکرټر ته ورشو،هغه وایي،تر اوسه موږ ته له مرکزه نه دي جاري شوې.چې کله ضلعو ته ورشو،هلته راته وایي،له کوټې سیکرټیریټه نه دي جاري شوې.حریان یو،چې آخر څه وکړو او چا ته ورشو...٬٬

سعدالله کاکړ زیاتوي،،د تنخواګیانو نه ترلاسه کولو له وجې اوس دوی له سختو اقتصادي حالاتو سره مخامخ شوي.٫٫موږ مور هم ساتو،خور هم او ورور هم....چې تنخواګیانې مو بندې شوې،نو بیا څه کوۍ شو؟په کور کې به وږه او تنده وي،نور نو څه....!٬٬

یو بل اُستاد،ولي خان کاکړ بیا وایي،دوی کله تر یوه دوتره ولاړ شي او کله بیا تر بل....خو څوک یې غږ نه اوري:٫٫بېنک ته چې کله موږ ورشو،نو هغه وایي،تنخواګیانې مو له مرکز(اسلام آباد یا وفاقي حکومت)نه دي راغلې،تاسو ډپټي کمشنر ته ورشۍ.چې ډپټي کمشنر ته ورشو،هغه وایي،د ضلعې د تعلیم مشر ته ورشۍ،چې کله هغوي ته ورشو،نو هغه مو بیرته د ډپټي کمشنر پر لور را واستوي.یاني دغه قِسمه ستړې او خوارۍ پر راتېروي.٬٬

د بلوچستان پېکج اُستادانو دغه ستونزه مي د بلوچستان د بنیادي تعلیم صوبایي وزیر،ناصِرخان جمالي مخي ته کښېږده،نوموړي یې په اړه ووېل،دوی له مرکز سرخ خبره کړې او د مُلک وزیراعظم هم وېلي،چې ډېر ژر به په دغه لړ کي ګامونه واخیستل شي،نو هیله لرو چې ډېر ژر به ستونزه هواره شي.

یاده دي وي،وفاقي حکومت د ناراضو بلوڅانو د پخلا کولو لپاره د بلوچستان و څوارلسم پاس ځوانانو ته د ۲۰ زره سرکاري نوکرۍ ورکولو اعلان کړۍ وو او تېر کال په دغه لړ کي په لومړۍ پړاو کي ۵ زره اُستادان په کار وګمارل شول او اوس دغه اُستادان له تېرو څو میاشتو ته معاش نه ورکولو ګیله کوي.

دا دي هم یاده وي،چې تېره ورځ د پاکستان په سېنېټ کي له بلوچستان سره اړه لرونکیو سېنېټرانو د بلوچستان پېکېج و دغو اُستادانو ته د تنخواګیانو نه ورکولو په لړ کي سخت احتجاج کړی.
XS
SM
MD
LG