د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې ۹ کلنه جګړه پای ته ورسېده


په بغداد کې نن د ېوې دستورې په ترڅ کې د امریکا جنډه کښته کړل شوه او په رسمي توګه یې د امریکا لوی پوځي مرکز وتړلی.
په بغداد کې نن د ېوې دستورې په ترڅ کې د امریکا جنډه کښته کړل شوه او په رسمي توګه یې د امریکا لوی پوځي مرکز وتړلی.


د امریکا پوځ نن په عراق کې د جګړې رسمي پای اعلان کړ.په بغداد کې نن د ېوې دستورې په ترڅ کې د امریکا جنډه کښته کړل شوه او په رسمي توګه یې د امریکا لوی پوځي مرکز وتړلی.

په دغه مراسمو کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په عراق کې د امریکايي پوځیانو کمندان جنرل لایوډ آسټن آو په عراق کې د امریکا سفیر جېمزجېفري په ګډون عراقي چاروکي هم موجود وو.

پانېټا وویل وننګونې شته خو امریکا به د یوه پیاوړي ،سوکاله عراق په جوړولو کې له دې هیواد سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

د امریکا سفیر جېمزجېفري بیا په خپلو څرګندونو کې وویل موږ هغه قربانیو ته نظر کوو چې امریکایانو او عراقیانو ورکړېدي.خو موږ مخکې هم ګورو او یو داسې عراق وینو چې په خودمختاره ،خوندي او په خپلو پښو ولاړ دی.یو داسې عراق چې امریکا به ورسره هره ممکنه مرسته کوي

دا مهال په عراق کې د امریکايی عسکرو یوه وړه دله چې شمېر یې ۴ زرو ته رسېږي خو دوی به په راتلونکو څو ورځو کې له دې هیواده ووځی چې وړاندې یو ځل شمېر یو لک اویا زرو عسکرو ته رسېدلی.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د عراق نه د ځيني ځواکونو د ستنيدو هرکلي کړی چې دده په خبره له دې سره د عراق ۹ کلنه جګړه پای ته ورسېده .


د شمال په کيرولينا رياست فورټ بيريګ کې ځواکونو ته په خپله وينا کې ولسمشر اوباما وويل دا د هيواد او ځواکونو لپاره تاريخي لمحه ده.

نوموړي زیاته کړه د عراق جګړه باندې په مجموعي توګه يو ټرلين ډالر مصرف شويدي ،۱۵ لکه امریکایانو په دې هیواد کې د صدام حسین د رژیم له راپرزولو راهسیې په عراق کې دنده ترسره کړې او ۴۵۰۰ امريکا یې پوځیان وژل شوي.

د عراق جنګ پای ته په رسيدو د اوباما هغه ژمنه هم پوره شوي چي په ۲۰۰۸ کال کې یې د صدارتي انتخاتو پر مهال کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG