٢٠١١م کال له ګڼو بدلونونو او اوښتونو سره مل و، په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې پاڅونونه، په افغانستان او سيمه کې ناامني او نورې پېښې ډېرې مهمې وې، چې د ګڼو خلکو په ژوند کې يې بدلون راوست. دلته د ٢٠١١م کال د ځينو مهمو پېښو عکسونه کتلاى شئ.
۲۰۱۱م کال په تصویرونو کې

۱
د بېلاروس په وولژین ښارګوټي کې د یوې ارتوډوکس کلیسا بره د لږ تندر نیولې لمر پر مهال مرغۍ الوزي

۲
د روان کال د جنورۍ په ۵ مه نېټه بلوه ضد پولیس د ترکیې په انقره کې د طالبعلمانو مظاهره چیانو تیت وپرک کولو لپاره اوبه پرې پاشي

۳
د جنورۍ ۱۱ مه د امریکايي مرستیال ولسمشر جو بایډن کابل ته د سفر پر مهال د افغان ملي پوځ سربازان د یوه روزنیز مرکز په ډګر کې ناست دي.

۴
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ناسا فضايي بېړۍ کمانډر مارک کېلي سره په غیږ روغبړ کوي چې د هغه مېرمن د امریکا پارلماني استازې ګبریلا ګیفرډز د اریزونا په ټسکن کې د یوه کس په ډزو کې سخته ژوبله شوه .په هغه پېښه کې شپږ کسان وژل شوي وو