د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له قطر نه خپل سفیر راوغوښت


د قطر پلازمېنه دوحه
د قطر پلازمېنه دوحه


دافغانستان دحکومت یو لوړ رتبه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل دقطر هیواد بې له دې چې دافغانستان سره مشوره وکړي طالبانو ته د دفتر او ځای ځایګي ورکولو په اړه یې دامریکا او جرمني سره په همغږۍ یو لړ اقدامات کړیدي. دافغانستان دولت دقطر دهمدې کړنو په اعتراض کې خپل سفیر له دغه هیواده راوغوښت.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دیوې اعلامییې په ترڅ کې دا تایید کړې چې افغانستان په قطر کې خپل سفیر ښاغلی خالد احمد زکریا کابل ته دمشورو لپاره راغوښتی دی.

دافغانستان دغه چارواکي وویل حکومت یې د سولې په بهیر کې طالبانو ته د دفتر او ځای ځایګي برابرولو ملاتړ کوي خو اعتراض یې په دې دی چی دقطر هیواد ورسره مشوره نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG