نقیب الله متونوال، مشال راډیو
خوست - په تېرو درې نیمو لسیزو کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر په خوست کې هم د بشري حقونو ضد جرمونه شوي او لاهم دا لړۍ روانه ده.
که څه هم د طالبانو د رېژیم له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو ادارې فعالې شوې خو تر اوسه یې له رپوټونو ورکولو پرته کوم بل ګام نه دی پورته کړی.
هغه کسان، چې د کورنۍ بې ګناه غړي یې په بې رحمۍ او شکنجوسره وژل شوي له دولت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې جنګي جنایت کاران محکمې ته کش کړي تر څو د نورو لپاره عبرت شي.
په دې اړه د خوست د متون سیمې يو اوسيدونکی المرخان وایې، چې پلاریې کمونستانو بندي کړ او مجاهدینو ووژلو.
المر خان زياتوي: ((زما پلار قومي مشروو په کمونیستي حکومت کې په دې تور بندي شو، چې ولې یې د قوم ځینو خلکو ور څخه پاکستان ته مهاجرت وکړ او بیا د مجاهدینو یوې جبهې په منګلو سيمه کې، چې هغه وخت د حکومت په واک کې نه وه ونیولو او په ډېره شکنجه، چې له غره یې ورغړولو او بیا یې په ډزو وواژه. تراوسه یې هم مړی پیدا نشو د بشري حقونو ادارې په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي.))
خو د خوست يو بل اوسيدونکى خان محمد هم د خپلې کورنۍ د دوو غړود وژل کیدو او ورکیدو کیسه کوي.
((زما دوه وروڼه د تنظیمي جګړو پرمهال کابل ته په تجارت پسې تللي وو هلته د دوستم هزاره ګانو او سیاف ترمنځ جګړه کې راګیرشول او ووژل شول. له دوی پیسې هم واخیستل شوې ، کورنۍ یې اوس ماته پاتې دي او ډېر مشکل لرو ، زما مورهروخت دوی یادوي او ورپسې ژاړي. هېچا راسره مرسته ونه کړه له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه لرم، چې جنایتکاران مجازات او محاکمه کړي.))
د خوست د مدني ټولنود بنسټونو جرګګۍ یو تن مسؤول او د غازي ببرک خان ځدراڼ کلتوري ټولنې مشر رفیع الله زیار وایې، چې تراوسه د بشري حقونواداره په خوست کې دفترهم نه لري اوغوښتنه کوي، چې د افغانستان د بشري حقونواداره په خوست کې باید څانګه یا دفتر ولري او د بشري حقونو څخه سرغړونې له نیږدې څخه وڅاري.
خو په ګردېز کې د بشري حقونو د ادارې د ښوونې او روزنې څانګې مشريوسف ملاتړ وایې، چې په دې وروستیو کې د بشري حقونو په برخه کې ښه والی راغلی خو بیا هم د جنګي ښکېلې خواوې بشري حقونه ترپښولاندې کوي.
ملاتړوویل : ((د بشري حقونوپه برخه کې یوڅه ښه والی راغلی عامه پوهاوی زیات شوی خو د دولت ، اېتلاف ځواکونو او مخالفینوترمنځ جګړو کې اوس هم بشري حقونه تر پښولاندې کیږي.))
یوسف ملاتړ زیاتوي، چې فعلا دوی د خوست بشري وضعیت له ګردېزڅخه څاري خوښایې په راتلوونکي کې په خوست کې هم دفتر ولري.
د یادونې ده چې په خوست کې دا مهال جنګسالاران نشته خو په ډېرو نورو برخو لکه په لرې پرتو سيمو کې د تعلیم له حق څخه د نجونو او هلکانو پاتې کېدل، تاوتریخوالی او په جګړو کې ملکي وژنې دوام لري.