د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړیواله ورځ


د بشري حقونو د شورا د غونډې یو منظر
د بشري حقونو د شورا د غونډې یو منظر
د ډیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.

په ۱۹۴۸ز کال کې هم په دې ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو اعلامیه منلې وه.

دا اعلامیه ۳۰ شقونه لري چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر خبرې شوې وې چې په کې د ټولو انسانانو مساوي حقونه منل شوي ول.

د بشري حقونو د ۶۳مې کالیزې په ویاړ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې کمشنرې نوي پیلي په خپل پیغام کې ویلي، په ۲۰۱۱ز کال کې د بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې پراخه شوې او له ټولنیزو رسنیو لکه ټوېټر، د ډکټېټرانو پر ضد کار واخیستل شو.

پیلې زیاتوي، په عربي نړۍ کې روان کال (۲۰۱۱) د نرینه او ښځینه او حتا ماشومانو له فېس بوک، یو ټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو د ډیکتاوري رژیمونو پر ضد کار اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG