د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران بې پیلوټه الوتکه ښودلې


ایران د هغې بې پیلوټه الوتکې انځورونه خپاره کړي، چې د دوی په وینا، غورځولې یې ده.
ایران د هغې بې پیلوټه الوتکې انځورونه خپاره کړي، چې د دوی په وینا، غورځولې یې ده.
بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د ایران حکومتي ټيلي ویژن د هغې امریکايي بې پیلوټه الوتکې ویډیو خپره کړېده چې د دوی په وینا، له افغانستان سره پولې ته نېږدې یې را غورځولې وه.

دا ویډیو ښيي چې دا جدیده بې پیلوټه الوتکه په داسې حالت کې ده چې له غورځېدو سره ډېره نه ده ورانه شوې.

د ناټو چارواکي وايي چې یوې څارګرې الوتکې د افغانستان په لویدیځ کې پرواز کاوه چې د سمبالونکو په وینا، دوی پر دې الوتکه واک له لاسه ورکړ.

ایراني مطبوعات خبر ورکوي چې دا بې پیلوټه الوتکه د ایران وسله والو ځواکونو غورځولې ده.

هلته د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي چې د ایران په اړه پر ټولو لارو چارو فکر کوي او له خپلو ملګرو هیوادونو سره به په ګډه کار کوي چې د هغه په خبره ایران د اټومي وسلې له جوړولو را وګرځوي.

ولسمشر اوباما په واشنګټن کې د خبرو پر مهال دا و نه ویل چې د ده اداره پر کومو لارو چارو فکر کوي.

((که چېرې دوی د اټومي وسلې جوړولو ته دوام ورکوي نو ما په دې اړه په څرګنده ویلي دي چې دا د امریکا پر ضد کار دی، دا د امریکا په ګډون د امریکا د ملګرو هیوادونو پر ضد کار دی. موږ به له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو چې مخه یې ونيسو.))

ایران وايي چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅې نه کوي بلکه د دوی اټومي پروګرام یواځې د انرژۍ د جوړونې د سوله ییز مقصد لپاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG